سپتمبر 20, 2019

د جهاد، علم او عرفان شیخ

د جهاد، علم او عرفان شیخ

مولوي محمد امین حيدري:

نه کوم امپراتور وو نه ديکتاتور، نه کوم بادشاه وو نه ملک، یو ملنګ وو په الله تعالی باندې ګران وو، الله تعالی یې د مؤمنانو زړونه له محبت څخه ډک کړل او د دښمنانو زړونه له هیبت څخه.
په هره نیکۍ کې له نيکي کونکو څخه وړاندې وو، د الله تعالی په لار کې یې له هرې ستونزې (مصیبت) څخه خوند اخیست او هغه یې بیرته الله تعالی ته د قرب او محبت د بل مقام لپاره واسطه کوله، او د دې معنوي عروج اثر یې په شاوخوا، په کلي او علاقه بلکې په ټول اقليم ښکاره شو، حتی د نړۍ د تش په نامه واکمنانو له ماڼیو څخه یې د ارام خوبونه ولوټل.

که د جهاد پوښتنه یې کوې د لویې پکتیا له اسمانڅکو غرونو، نارو او درو وپوښته چې کله به یې د رباط خوب کاوه ستاسو په کومه کومه ډبره یې سر ايښی وو؟ او که نه! د کومې څېړۍ وبښتې او چنار ډډې ته به په ناستې وېده کېده؟

چې کله به د جهاد لومړۍ کرښه د دښمن د بمونو په لوخړو کې تر اسمانه پورې پټه وه د دې سپین ګیري شیخ د ټپونو وينو به په کومو کومو لارو د تاريخ رهبري کوله؟ او که نه! ټپی به نه وو، بلکې په خپلو لاسونو به یې د ټپیانو مجاهدينو پټۍ درمل او د شهیدانو د انتقال، تدفين او جنازو مراسم ترسره کول؟

د ګردېز او خوست د لویې لارې هېښونکې کارنامې د افسانوي کيسو د کوم کتاب خيالي کرکټرونه دی ؟ او که نه! سلګونه عيني شاهدان یې اوس هم د ژوند ساوې اخلي؟

د جګړییزو تاکتیکونو څومره متخصص نظامي جنرالان یې حربي فن ته ګوته په غاښ وو؟
په خپله محدوده جغرافیه یې د جهاد څومره نړيوال سنګرونه لا هم د پیاوړې ارادې د ژوندیو ثبوتونو په نوم يادګار پاتې دي؟
د دښمن په رګونو کې یې څنګه لارې کولې؟ دښمن یې څنګه تشخيص کاوه؟
او څنګه تعامل یې ورسره کاوه؟
څومره جنګي اسيران یې د خدای ورکړي حکمت او عاطفې له برکته د خپل مسير ملګري او لارويان کړل؟

د څو لسيزو جهاد او هجرتونه یې څومره بابونه او فصلونه لري؟ دوست او دښمن څنګه تعريف ترې لري؟
دا یو لوی تاریخ دی چې په پوره دقت او تفصيل به ډېر ژر د تاریخ حافظې ته وسپارل شي ان شاء الله….

که یې علم او عرفان پوښتې د هغو جوهر شناسو کاملو اولیاؤ له تربیې یې وپوښته چې د څو کلونو ماشوم (جلال الدين) یې د ظاهري او باطني روزنې لپاره په ترتیب له یوه څخه بل ته سپارلی، تر دې چې یوه داسې مسؤلیت او رهبري ته یې تیار کړو چې تر سره کول یې د علم او عرفان له فیض او برکت پرته ناممکن وو.

د جهاد له هغو ممبرونو یې وپوښته چې د سنګرونو دغه ستړي ستومانه غازي به کله هم له خپلو مجاهدينو سره چېرته پړاو واچاوو نو یا به یې د کلي له مسجد څخه د دعوت اذان په ساده، فصيحه،بليغه او علمي ژبه لوړ شو، یا به یې د کوم شهيد د جنازې په مراسمو کې د مبارکو اياتونو او احاديثو په رڼا کې د ايمان ملغلرې تقسيمولې، یا به یې د معسکراتو د تدريب په ډګرونو کې د دعوت حماسې بدرګه کېدلې.

د مساجدو،مدارسو، مکاتبو، سنګرونو او حربي پوهنتونو دې معمار خپل نسل ته د بریالي او هوډمن ژوندانه غوره بنیادونه پرېښودل، هغه بنیادونه چې بیا یې له شرقي استعمار وروسته د لويديځ د ارمانونو ماڼۍ هم د خپلو وينو په تل کې غرقه کړه.

د الحاج مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله له کرامتونو څخه ډکه مبارزه او ژوند ډېر عجائب لري، امید لرم چې د نوموړي په څېر به د وخت د ناخوالو له لاسه په پټه خله خاورو ته نه سپارل کيږي، بلکې دا تذکره به د خپلو طبقاتو په بابونو کې درج او خوندي کيږي ان شاء الله.

Related posts