نوومبر 22, 2019

افغانستان د 2019 میلادي كال د اگست په مياشت كې

افغانستان د 2019 میلادي كال د اگست په مياشت كې

احمد فارسی:

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

د۲۰۱۹م كال اگست مياشت مجاهدېنو د هېواد په بېلابېلو سيمو او په ځانگړې د هغه په سوېل كې سخت برېدونه پيل كړل، چې په ترڅ كې گڼي ولسوالۍ او د دښمن قرارگاوي د مجاهدينو لاس ته ولوېدې، د دې مياشتي په اوږدو كې د پام وړ شمېر كې اشغالگر هم و وژل شول، دوه پړاوه د سولي خبري هم په همدې مياشت كې ترسره شوې د دې پېښو ترڅنگ نور موضوعات هم د لاندې سرليكونو په ذيل كې لوستلای شی.

بهرنيو اشغالگرو ته اوښتي زيانونه:

د اگست مياشتي په اوږدو كې اشغالگر دښمن سخت زيانونه وليدل. كه څه هم هغه له دوه دريو پېښو پرته نورو تلفات نه دي منلي، خو حقيقت دا دی چې له شلو زيات اشغالگر په ياده مياشت كې ژوبل او وژل شوي دي. د دې مياشتي۷مه د چهارشنبې ورځ د لومړۍ پېښي شاهده وه چې د كندهار په ډنډ ولسوالۍ كې د اشغالگرو په كتار د درنې چاودني له أمله را منځته شوه او په ترڅ كې يې يو شمېر د دښمن افراد مړه او ژوبل شول. د اگست۲۱مه د چهارشنبې په ورځ اشغالگرو د خپلو دوو تنو د وژل كېدو خبر وركړ، پر سبا ورځ يې د فارياب په المار ولسوالۍ كې څلور تنه پوځي اشغالگر و وژل شول، ورپسې د اگست پر۲۴مه د هفتې په ورځ د پروان ولايت په بگرام ولسوالۍ كې اشغالگر عسكر د مجاهدينو ترسختو بريدونو لاندي راغلل چې په ترڅ كې يې۱۱تنه امريكايان ژوبل او و وژأ شول، او د اگست پر۳۱مه د جمې په ورځ اشغالگرو د يو بل عسكروژل كېدل هم ومنل.

د مزدوري ادارې زيانونه:

د كورني دښمن زيانونه له دې ډېر لوړ دي چې بيان يې په دې څو مخونو كې ځای كړل شي، دلته يواځي څو هغو پېښو ته اشاره كوو چې د منځنۍ كچې د ښمن يې ښكار شوی، د اگست پر۳مه د هرات زنده جان ولسوالۍ ولسوال و وژل شو، د اگست پر۲۱مه د چهار شنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو د سمنگان ولايت په دوآب ولسوالۍ كې يوه جيټ الوتكه را وغورځوله، ورپسې د اگست پر۲۴مه د هرات فارسي ولسوالۍ والسوال د مجاهدينو له لوري و وژل شو، پر سبا ورځ يې د لوگر ولايت د پوليسو د لومړۍ حوزې آمر د مجاهدېنو په يو بريد كې و وژل شو، په همدې ورځ د بغلان ولايت اړوند سيمه كې د سمنگان ولايتي شورا غړی هم د نامالومو كسانو له لوري و وژل شو. د اگست پر۲۷مه د سې شنبې په ورځ د جوزجان په ولايت كې يو اربكي قوماندان له خپلو ارادو سره او د هغه پر سبا ورځ د فراه په پرچمن ولسوالۍ كې د اربكيانو يو مشر له منځه لاړل.

ولسي خلكوته اوښتي زيانونه او ځورونه:

د ولسي خلكو زيانونه د پخوا پشان همغسي په زور كې روان دي او دا ځل د كابل مزدوري ادارې حتی د اختر په ورځو كې هم بېوزله ولس څو شېبې ارام ته پرېنښود، داگست پر۱۱مه د يكشنبې په ورځ چې د اختر ورځ هم وه د كابل ادارې افرادو له لوري د لوگر په مركز كې دوه سپين ږيري په شهادت ورسول شول، د همدې جنايتونو په لړ كې د اگست په۱۶مه د جمې په ورځ د غزني په گيلان ولسوالۍ كې د ښځو او ماشومانو په گډون۹تنه وگړي د بې پيلوټه الوتكو په بريد كې په شهادت ورسېدل، د اگست پر۲۰مه د سې شنبې په ورځ گډو وحشيانو په لوگر ولايت كې هغه افغان وگړی چې له كلونو په سعودي كې مسافرۍ وروسته كورته راغلی وه د كورنۍ او اولاد په وړاندې په ماين باندې له كېنولو وروسته والوزاوه، د دې پېښي په سبا ورځ د همدې ولايت په ازره ولسوالۍ كې د ماشومانو او ښځو په گډون اته تنه كوچيان وگړي په شهادت ورسول، د اگست پر۲۳مه د جمې په ورځ گډو وحشي ځواكونو د ميدان وردگ په چك ولسوالۍ كې د واده پر مراسيمو بريد ترسره كړ چې له امله يې۱۵تنه وگړي مړه او ژوبل شول، د اگست پر۲۵مه د يكشنبې په ورځ د كابل په موسهي ولسوالۍ كې يو ملا امام او څو تنه كروندگر هم په شپنيو عملياتو كې و وژل شول او د دې مياشتي په وروستۍ ورځ وحشي گډو ځواكونو په لغمان ولايت كې يو روغتيايي مركز ويجاړ او پېنځه تنه وگړي يې په شهادت ورسول.

د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو تفصيلونه د اسلامي امارت په رسمي ويب پاڼه كې خپور شوي راپور كې كتلای شی.

الفتح عملیات:

د اگست پر لومړۍ نېټه د يوې حملې شاهده وه چې د كابل لومړۍ حوزې اړوند د پوليسو پر پوسته ترسره شو او په ترڅ كې يې هلته شته۶تنه پوليسو خپل ژوند له لاسه وركړ، د اگست پر۵مه د دوشنبې په ورځ د كندهار په شاوليكوټ ولسوالۍ كې يو تن نفوذي مجاهد۱۴تنه پوليس و وژل، د اگست ۶مه يوځل بيا د يوه بريد شاهده وه چې په كابل د پوليسو په يو مركز ترسره شو، دغه بريد چې د مزدورو پوليسو د جلب وجذب په مركز د يو موټربم په مټ ترسره شو له امله يې گڼ شمېر د دښمن افراد مړه او ژوبل شول، د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د ښاري جگړي لړۍ د پيلول د مزدوري ادارې د ړندو عملياتو او په كليو او بانډو كې د ولسي خلكو د وژني په غبرگون كې ښودلې ده.

د اگست پر۱۰مه د هفتې په ورځ د زابل دايچوپان او سيوري ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ورغلې، د اگست پر۲۲مه د پنجشنبې په ورځ د بدخشان كران ومنجان ولسوالۍ اړوند د لاجورودو ستر كان و نېوه، د هغه پر سبا ورځ د خوست په مندوزيو ولسوالۍ كې يو موټربم د كمپاين عسكر په نښه كړل او زيات شمېر يې و وژل، د اگست پر۲۴مه د هفتې په ورځ مجاهدېنو د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ كې د دښمن يو ستراتېژيك مركز ونېوه، د اگست پر۲۸مه د چهار شنبې په ورځ مجاهدېنو د فارياب په قرغان ولسوالۍ كې گڼ شمېر پوستې ونېوې، د اگست پر۳۰مه د جمې په ورځ د تخار په چاه آب ولسوالۍ كې د دښمن يو مركز او څو پوستې تصفيه كړې او د هغه په سبا ورځ يې ياده ولسوالۍ په بشپړ ډول فتحه كړه، د اگست په۳۱مه د هفتې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو پر كندوز ولايت سخت برېدونه وكړ چې په ترڅ كې يې گڼ شمېر سيمي مجاهدېنو ونېوې او يو كنډك له خپل ټل پرسونل سره مجاهدېنو ته تسليم شو، دغه جگړه چې څو ورځي يې دام وموند او په ترڅ كې يې مجاهدېنو د دښمن گڼ شمېر افراد و وژل او ډېر زيات غنېمتونه يې ترلاسه كړل د امريكايي جنرالانو او وحشي اشغالگرو په مخامخ مداخله پای ته ورسېدل، د دې عملياتو په اوږدو كې پر اجيرو ځواكونو يو فدايي بريد هم ترسره شو چې پكې د لوړ پوړو افرادو په گډون گڼ شمېر يې و وژل شول.

پورته پېښي د يوې بېلگې په توگه يادې شوې، د الفتح عملياتو تفصيل د اسلامي امارت په خپرونو كې موندلای شی.

د سولي خبري:

د اگست پر۲مه د جمې په ورځ د امريكا او د اسلامي امارت مجاهدينو ترمنځ د سولي خبرو په اړه واشنگټن پوسټ ورځپاڼي وليكل چې امريكا د خپلو زرگونه تنه عسكرو له افغانستان څخه د اېستلو تياری نيسي، د دې پر سبا ورځ په دوحه كې د اسلامي امارت د مذاكراتي ټيم او امريكايي لوري ترمنځ د اتم پړاو سولي خبري پيل شوې چې د اگست تر۱۲دوشنبې تر ورځي يې دوام وكړ، د مذاكراتو دواړو لوريو د دې ځل ناستې پايلو ته خوشبيني وښوده، خو له دې ناستې وروسته امريكايي مقاماتو د خپلو ځواكونو د اېستلو يا نه اېستلو په تړاو ضد و نقيض څرگندوني وكړې چې په غبرگون كې يې د اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين و ويل چې كه اشغال پای ته و نه رسېږي جگړه به دوام ولري، له دې بې باورۍ سربېره د اگست پر۲۲مه د پنجشنبې په ورځ د نهم پړاو مذاكراتي خبري اتري پيل شوې چې د اگست تر وروستيو شېبو يې دوام درلود.

د دېموكراسۍ لاسته راوړنې:

د اگست پر۲مه د جمې په ورځ د مزدوري ادارې د شكاياتو كمېسيون په يوه راپور كې د زړه خبره وكړه چې غني او عبدالله په خپلو ټاكنيزو كمپاينونو كې له دولتي امكاناتو گټه اخلي، په داسي حال كې چې د نړۍ په هېڅ هېواد كې برحاله واكمن شخص چې له دولتي امكاناتو گټه پورته كولای شي په ټاكنو كې د گډون اجازه نه لري، له بلي خوا د كابل اداره كې چې د دېموكراسۍ معتقد دي د خبريالاتو د خوندېتابه كمېټې خبر ور كړی چې د تېري يوې مياشتي په اوږدو كې د يادي ادارې د افرادو له لوري د خبريالانو په وړاندې ۳۷د تاوتريخوالي پېښي ثبت شوې دي.

د عسكرو تېښتي او تسليمۍ:

په جگړه ايز او سياسي ميدانونو كې د مجاهدېنو د پرلپسې برياو سره جوخت د كابل ادارې اړوند ادارو څخه د مزدورو عسكرو او پوليسو تېښتي هم پيل شوې دي، د اگست پر۲مه د جمې په ورځ خپور شوي د سيگار د راپور پر بنسټ د تېر يوه كال په اوږدو كې د مزدوري اردو له ليكو ۴۲۰۰۰دوه څلوېښت زره عسكر تښتېدلي دي.

د يو بل خبر له مخې چې په همدې نېټه خپور شوی د بادغيس مقر ولسوالۍ د ولسوال مرستيال له څو نورو خپرو افرادو سره له مجاهدېنو سره يو ځای شو، د اگست پر۳۱مه د هفتې په ورځ د مزدوري اردو يو بشپړ كنډك پر كندز ولايت د مجاهدينو د بريدونو په ترڅ كې تسليم شو.

د بې شرمۍ اعتراف:

د اگست پر۲۳مه د جمې په ورځ د كابل مزدوري ادارې مشر اشرف غني له پوره بې شرمۍ سره په ډاگه كړه چې زموږ امنيتي ځواكونه د نړيوالو د خونديتابه لپاره د هغوی نيابتي جگړه پر مخ وړي، دا حقيقت په داسي حال كې منل كېږي چې اسلامي امارت له۱۹كاله راسي پرلپسې د كورنيو مزدورانو په وړاندې جگړه كړې او په هېواد كې يې د پرديو اشغالگرو د گټو څخه دفاع كونكي گڼي.

Related posts