نوومبر 22, 2019

کابل رژیم ته د ماښامني برید پیغام…!!

کابل رژیم ته د ماښامني برید پیغام…!!

د ورځي خبره:

 تېر ماښام څه کم لس بجې مجاهدینو د کابل د نهمي حوزې اړوند د قابل بای سیمه کې د (ګرین ویلیج) په نوم د بهرنیو یرغلګرو یو خورا مصئون مرکز په داسي حال کې په نښه کړ؛ چې تر دې یوه ورځ وړاندي یې د بغلان ولایت مرکز پلخمری او تر هغه هم یوه ورځ مخکي یې د کندوز ښار ترداسي محاصرې لاندي ونیول چې نژدې اتیا فیصده ښاري برخي یې ترخپل کنټرول لاندي راوستلې، په سلګونو ګوډاګیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله او په زرګونو میله سپکي او  درنې وسلې او وسایط یې تري غنیمت کړل.

که څه هم مجاهدینو یې د خپل نظامي تکتیک له مخي، د مکمل تصرف کولو پلان له مخکي هم نه درلود؛ خو د یادو ښارونو کلابندۍ ته یې لا اوس هم دوام ورکړی، چې په عین وخت کې یې نن سهار د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ هم په مکمل ډول ترخپل تسلط لاندي راوسته، په تخار او بدخشان کې یې هم لسګونه پوستي او مراکز نیولي.

 بلخوا د هرات کهسان ولسوالۍ کې ۴۰ تنه سرتیري له وسلو سره یوځای مجاهدینو ته تسلیم شول، دا راز د هیواد په بېلابېلو برخو کې د کابل رژیم او د هغوی بهرني دوستان تر داسي ګوزار لاندي وو چې د هغوی ټولي سنجول شوې وحشیانه طرحي یې سره ورګډي وډي کړي.

 پر دې ټولو برسیره یې تېر ماښام پلازمینه کابل کې د بهرنیانو پرمرکز داسي برید ترسره کړ چې د کابل رژیم چارواکي یې نورهم له وارخطایي سره مخ او د جنون ترپولي ورسول.

 د کابل چارواکو له برید وروسته سیمه داسي کلابنده کړي وه چې هیڅ خبریال ته یې اجازه نه ورکوله، ترڅو خلک د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو مړي پخپلو سترګو ونه ګوري.

د ګوډاګۍ ادارې چارواکو سهار مهال فقط دغه ادعا تکراروله چې په ګرین ویلیج کې یې ډېر بهرنیان ژغورلي، وژل شوي یې فقط افغانان هغه هم ملکیان ګڼل، همدا شعار یې په ښه ویاړ سره زمزمه کاوه. چې ګویا ستره کارنامه یې انجام کړي.

  پرګرین ویلیج برید کې لسګونو یرغلګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی، که څه هم دښمن له رسنیو څخه هرڅه پټ کړل، خبریالانو ته یې اجازه ورنکړه چې هغې ساحې ته ورنژدې شي.

  خو افغانان اوس د دغه ډول ماجراوو په ټول سر او بر ډېر ښه پوهیږي، څه چې مجاهدینو په خپله رسمي خبرپاڼه کې ذکر کړي؛ هغه واقعیت دی چې دښمن ته په ننني برید کې بوږنوونکی زیان اوښتی. په داسي حال کې چې هیڅ کوم ملکي وګړی مستقیماً د برید په ساحه کې ځکه نه دی په نښه شوی؛ چې دا ډول سیمي لا له وړاندي چارواکو د عامو خلکو پرمخ بندي کړي وي.

 په هرصورت، د دغه کامیاب تکتیکي برید پیغام دا دی چې دښمن باید نورپه ځان پوه شي چې د زور، وحشت، بمبارد او ولس وژني له لاري نشئ کولای چې بریا ترلاسه کړئ.

 اوس چې د دښمن عملیات طبعاً ټول ولس ته څرګند دي چې تنها ړانده بمونه اورول دي؛ نور که هدف ولس وي او که مجاهد، دوی یې توپیر نه کوي، ځکه یرغلګر او مزدوران یې اوس په دې ښه پوهـیږي چې د افغانستان په جغرافیه کې یو ولسي فرد هم دوست نلري، نوځکه یې دوی هم بې توپیره تر وحشیانه ګوزار لاندي نیسي، له لوړي فضا نه یې له یوه مخه په ړندو بمونو ولي، او یا یې په نیمه شپه کورونو ته ور لویږي، د خټو ګټو کورونه په بمونو ورته الوزوي، مال او متاع ځیني لوټ کوي، د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو، نه په مرګ صرفه کوي او نه یې په تعذیب.

  د دښمن هوښیاري به دا وي چې نور نو د بهرنیو بادارانو لپاره د افغان ولس له ځورولو لاس واخلي، د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې پریکړه وکړي چې په ظلم او وحشت کې هیڅ هم نشئ ترلاسه کولای پرته له دې چې خپله ګوډاګۍ څېره د راتلونکو نسلونو او تاریخ په وړاندي نوره هم بدرنګه او وحشي وځلوئ.

پکار ده چې نور نو له بشر ضد جنایاتو لاس پرسر شئ! کنه نو تر دې به هم بدتري ورځي درباندي راشي.

پای ………..!

Related posts