سپتمبر 15, 2019

د کرهڼي او مالدارۍ کميسيون مسئول او په قطر کې د مذاکراتي ټيم غړي محترم مولوي عبداللطيف منصور صاحب سره د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

د کرهڼي او مالدارۍ کميسيون مسئول او په قطر کې د مذاکراتي ټيم غړي محترم مولوي عبداللطيف منصور صاحب سره د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

ترتیب: ابو حفص هروی

مرسته: محترم مولوی ریان صاحب

پاملرنه: د نن ورځي له اړينو موضوعاتو څخه يوه هم د اباديو او کرهڼي موضوع ده، دا چې اسلامي امارت په دې برخه کې کومي برنامې په لاس کې لري يا دا چې د اسانتيا را منځته کولو په دې زمينه کې څه ډول خدمتونه ترسره کېږي او په دې برخه کې د مجاهدينو له لازياتو فعاليتونو خبر و اوسو، و مو پتېيله چې د کرهڼي او مالدارۍ کميسيون مسئول محترم مولوي عبداللطيف منصور صاحب سره مرکه ترتيب او د حقيقت مجلې لوستونکو ته يې وړاندې کړو.

محموداحمد:

د مجلې اداره: منصور صاحب! په پيل کې که درنو لوستونکو ته په لنډو ټکو ځان ور وپېژنی؟

منصور صاحب: بسم الله الرحمن الرحيمط نحمده ونصلي علی رسوله الکريم، وبعد:

زه عبداللطيف منصور، د شهيد الحاج يار محمد خان زوی، د پکتيا ولايت، د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی يم. لومړنۍ زده‌کړې مې د زرمت سهاکو مکتب کې تر پينځم ټولګي کړي. د کمونستانو له خونړۍ کودتا وروسته وطن له اوسېدو ووت، کډه مو وکړه او له هېواده مهاجر شوو. د هجرت ديار کې مو ديني درسونه پيل کړل. د کوزې پښتونخوا مختلفو مدارسو کې مې درسونه وويل او علوم مې تکميل کړل. زه چې فارغ شوم، مجاهدينو کابل فتح کړ. موږ هم وطن ته وګرځېدو او د مجاهدينو حکومت کې په مختلفو خدمتونو بوخت شوو. کله چې د طالبانو اسلامي تحريک پيل شو، له لومړي سره ورسره ملګري شوو او په مختلفو ځايونو کې مو خدمتونه وکړل. مثلا د هلمند د والي د مرستيال، د کندهار د ښاروال او د کرهنې او مالدارۍ د وزير په توګه. کله چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ او اسلامي امارت سقوط وکړ، سمدستي مو د امريکايانو پر ضد د جهاد سنګرونه ونيول، د مجاهدينو صفونه مو منظم او تقويه کړل. تر نهو کلونو پورې د پکتيا د جهادي مسوول په حيث پاتې شوم، بيا د ننګرهار د جهادي مسوول او ورسره د سياسي کمېسيون د مسوول په حيث، بيا د لوګر د جهادي مسوول په حيث پاتې شوم او له هغه ورود رهبري شورا د دفتر مسئول په توګه وټاکل شوم.

اوس د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د امارت د هبري شوری د غړي، د کرهنې او مالدارۍ کمېسيون د مسوول او د مذاکراتي ټيم د غړي په حيث خدمت کوم.

د مجلې اداره: منصور صاحب ! د کرهڼي او مالدارۍ کميسيون او د هغه پر اړوند چارو که ليږ رڼا واچوئ؟

منصور صاحب: د کرهنې او مالدارۍ کمېسيون د اسلامي امارت د نورو کمېسيونونو تر څنګ په خورا ښه فعاليت بوخت دی. دا چې زموږ هېواد اتيا سلنه زراعتي دی، ځکه خو اسلامي امارت دې کمېسيون ته ځانګړې توجه کړې. زموږ موخه دا ده، چې د جهادي فعاليتونو تر څنګ له خپلو بزګرانو وروڼو سره اوږه په اوږه د هېواد سمسورتيا کې ونډه واخلو.  زموږ له سترو خدماتو څخه د اسلامي امارت تر کنترول لاندې سيمو کې د سلطاني زمکو حفاظت او د غصب صورت کې استرداد دی. همدا ډول د افغانستان ځنګلونه زموږ له سترو ملي شتمنيو ګڼل کيږي، چې موږ ورته د قطعه سبز په نوم مجاهدين لرو او د ځنګلونو د وهلو مخنيوی کوو. د مثمرو ځنګلونو د حاصل‌خېزه کولو کوښښ کوو. کال په کال د هېواد د يخو او تودو سيمو د موسم په تفاوت نوي نيالګي کېنوو، چې زموږ د ډېرې لږې بوديجې له منځه هم هر کال نېږدې د دوه ميليونه افغانيو په قيمت مثمر او زينتي نيالګي د هېواد په ګوټ ګوټ کې کېنوو. تېر کال مو د اقتصادي نهال شانۍ برخه کې لس زره د بېرې بوټي د هېواد په ختيځو ولاياتو کې کرلي، چې په راتلونکو کلونو کې زموږ د عسلو تجارت ته زمينه برابره کړي. زموږ ډېری د موچيو فارمران د عسلو د حاصل له پاره پاکستان ته ځي، چې له سختو تاوانونو سربېره د مساپرۍ سختۍ تېروي او د عسلو تاجران ډېری زموږ افغانان دي، چې په دې برخه کې مو خپلو امکاناتو ته په کتو دغه ځانګړی خدمت کړی دی. موږ هر وخت کوښښ کړی، چې خپلو بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو مرسته وکړو، د کرهنيزې ټکنالوژۍ تر لاسه کولو کوښښ مو کړی، همدا ډول د کرهنې برخه کې مو له فعالو موسسو سره د هغوی د پلانونو په تطبيق کې پوره همغږي او همکاري ده.

د مجلې اداره: د هېواد په کومو ولايتونو کې د کرهڼي او مالدارۍ ادارې تر نورو هغو زياته وده کړې او د دې ودې لامل څه ګڼی؟

منصور صاحب: زموږ کمېسيون په ټولو هغو ولاياتو کې ډېر فعاليت لري، چې کرهنه او مالداري په کې ډېره ده، مثلا ننګرهار، غزني، هلمند، شمال ولايتونه. کومو ساحو کې چې زموږ کنترول دی، زموږ فعاليت په کې بارز دی.

د مجلې اداره: محترم منصور صاحب ! تاسو چې دا مهال د کرهڼي او مالدارۍ په څېر يو مهم کميسيون مسئوليت پر غاړه لری، ترڅنګ يې په قطر کې د سولي مذاکراتي ټيم غړيتوب هم لری، نو که د مذاکراتو اړوند پرمختګونو ځيني مالوماتونه د حقيقت مجلې لوستونکو سره شريک کړئ؟

منصور صاحب: هو، زه د نورو خدمتونو تر څنګ د مذاکراتي ټيم غړی هم يم. ډېرو پړاوونو کې مې په مذاکراتي مجالسو کې ګډون کړی. د مذاکراتو لړ کې په دوو مهمو موضوعاتو کې ښه پرمختګ شوی. د امريکايانو د ويستلو او له افغانستانه ورته د خطر نه پېښولو موضوع. په دې اړه تقريبا نوي سلنه پرمختګ شوی، هيله ده راتلونکو پړاوونو کې دا موضوعات تکميل شي. دا البته زموږ د قضيې بهرنی بعد دی. د کورني بعد په رابطه بايد ووايم؛ کله چې د امريکايانو د وتلو موضوع باندې عملا کار پيل شي او موږ د هغوی له وتلو مطمئن شوو، بيا به بين الافغاني مذاکرات پيليږي، چې د اوربند موضوع به په کې قابلِ بحث وي.

موږ ټولو مسلمانانو او مجاهدينو ته اطمينان ورکوو، چې تشويش مه کوئ، جهاد د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د قيام له پاره پيل شوی، د مذاکراتو لړۍ هم د همدې مقصد له پاره پيل شوې. موږ به له هرې ممکنې لارې د دغو اهدافو د ګټلو کوښښ کوو. که مخامخ مقابله وي، که په سياست وي او که په فرهنګي مبارزه، هره ممکنه لاره به کاروو، چې اشغالګر وشړو او اسلامي نظام حاکم کړو.

د مجلې اداره: ويل کېږي ځېني بهرنيو هېوادونو ته مو د عاليقدر أمير المؤمنين له سياسي مرستيال محترم ملا برادر آخند سره ملتيا کړې ده، هلته ستاسو سياسي پلاوی له څرنګه هرکلي سره مخ شو، همدارنګه له يادو هېوادونو سره دا ډول راشه درشه تر کومه د اسلامي امارت او د راتلونکي لپاره ګټوره بولی؟

منصور صاحب: هو، زه له ملا برادر اخوند سره د مسکو او چين سفر کې ملګری وم. موږ ته دواړو هېوادونو رسمي بلنه راکړې وه. د دواړو هېوادونو له لوري ملا برادر اخوند ته د رييس جمهور د معاون په سويه استقبال وشو. موږ ته د يوه هېواد د يو رسمي لوړ رتبه وفد په سويه پروتوکول او تشريفات راکړل شول. دواړو هېوادونو سره د روان وضعيت په اړه زموږ د دريځ په اړه مفصل او مقنع وغږېدو. د افغانستان د راتلونکي اسلامي نظام په اړه مو د هغوی ذهنيت روښانه کړ. د راتلونکي افغانستان د اقتصادي پرمختګ په اړه مو ورسره خبرې وکړې.

دا سفرونه طبعا ډېر ګټور وو. دې سفرونو زموږ سياسي محاصره ماته کړه. زموږ په اړه ډېرو هېوادونو ته منفي پروپاګند شوی و، دې سفرونو زموږ د قضيې په اړه د هغوی ذهنيت روښانه کړ، موږ هغوی ته زباد کړه، چې موږ په خپله قضيه کې عادل يو، موږ د يوه محق لوري په توګه د جګړې ميدان ته رادانګلي. که زموږ غږ نه اورېدل کيږي، موږ به همدغسې سرښندنو ته ادامه ورکوو. دې سفرونو زموږ د فعالې دپلوماسۍ شاهدي وويله، نړۍ پوهه شوه، چې موږ د متقابل احترام پر بنسټ د پراخو او ښو اړيکو غوښتونکي يو. موږ نړۍ پوهه کړه، چې موږ سره په تېرو مرحلو کې ظلم شوی، که موږ سره نړۍ ناګاره چلن نه وای کړی، ممکن نن موږ د يو پرمختللي اسلامي افغانستان شاهدان وو. دې سفرونو د کابل ادارې غلامي او سطحيت نړۍ ته په ډاګه کړ، همدا لامل و، چې د روانو جريانونو په اړه کابل اداره د شرمېدلې انزوا لور ته لاړه. دا يقيناً زموږ ښې ګټې وې، چې په دې سفرونو کې مو وکړې.

د مجلې اداره: منصور صاحب ! که په لنډ ډول و وايی د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم او امريکايي لوري تر منځ د خبرو پايلي مو ارزولې او څومره تمي ورته شته؟

منصور صاحب: په مذاکراتو کې دواړه لوري غواړي چې په وطن کې مو رواني ستونزي د مذاکراتو له لاري حل شي. اسلامي امارت هم لوړو ارمانونو او شرعي مقاصدو ته د رسېدو کوښښ کوي چې په وطن کې د اشغال پای ته رسول او دلته د اسلامي نظام حاکمول دي، امريکايانو هم نور د جګړې توان له لاسه ور کړی، نو له همدې وجې دواړه لوري په پلان کې لري چې د افغانستان ستونزه بايد له سوله ايزي لاري پای ته ورسېږي او موږ تمه لرو او تاسو ته هم زېری درکوو چې ډېر زر به د ګټور او نتېجه بښونکی خبر واوری ان شاء الله.

د مجلې اداره: که بهرنيو هېوادونو ته د سفر او ياهم له امريکايي لوري سره د مذاکرې د مهال کومه د پام وړ خاطره لری که وايې ورو خوشال به شو؟

منصور صاحب: خاطرې ډېرې دي، خو ډېره د يادولو هغه دوه دي. يوه دا چې زموږ اسلامي او ملي لباس ډېر اغېزناک دی. موږ په خپلو سفرونو کې د خپل لباس تاثير ګورو. دا لباس عجب ښايست لري، وقار لري او ډېر ځانګړی لباس دی. دوهمه دا چې په مذاکراتي مجالسو کې د طالب استازو برلاسی دريځ او روڼ منطق ډېر خوښوونکی دی. له امريکايي استازو سره دغه ډول زړور چلن به ممکن د ډېری دولتونو مشران په تصور کې هم ناشونی وګڼي، خو طالب عملا ورسره سترګې په سترګې مخامخيږي، چې وغواړي خبره يې ردوي، چې وغواړي تعديلوي يې، چې وغواړي نقدوي يې. په مذاکراتو کې عموماً د طالب لوري بريمنه فضاء ډېره جالبه ده.

د مجلې اداره: منصور صاحب ! د فرهنګي کمېسيون په اړه څه نظر لری! ايا د اسلامي امارت د مجلو او د هغه اړوند خبري سائټونو د کتني او تر نظر تېرولو موکه موندلای شی؟ که يې په تړاو کومه مشوره او نظر لری چې ګټه ترې واخلو؟

منصور صاحب: فرهنګي کمېسيون د اسلامي امارت ژبه ده او د دې کمېسيون ټولو ملګرو خپله ژبه، قلم او فکر په ډېر متانت د دښمنانو پر ضد کارولی. په ډېرو لږو امکاناتو يې دښمن هم معترف کړ، چې د اسلامي امارت تبليغاتي جنبه د دوی له ټولو مطبوعاتو پياوړې او موثره وه. ستاسې خدمتونه يقيناً قابل قدر دي، الله تعالی دې وکړي، چې همدغه ډول خپلو خدمتونو ته ادامه ورکړئ.

د مجلې اداره: تاسو د يو بهرني سفر په مهال چې ښايي روسيې ته به و د افغانانو له پلاو سره په خپلمنځي ناستو کې ګډون درلودلی، د هغو ناستو تګلوری او د نارسمي خپلمنځي ناستو فضا څنګه ارزوی؟

منصور صاحب: هو، موږ د مسکو او دوحې بين الافغاني کنفرانسونو ګډونوال وو. په دواړو کنفرانسونو کې افغانانو ښه خپلمنځي مفاهمه درلوده. ستره ځانګړتيا يې دا وه، چې افغانانو په اتفاق د اشغالګرو وتل او د اسلامي نظام حاکميت غوښت. چون دا د تفاهم کنفرانسونه وو، يوازې نظريات ويل کېدل. موږ د هغوی نظريات واورېدل، هغوی زموږ. کله چې د اشغال خاتمه عملاً پيل شي، بين الافغاني مذاکرات به هم پيليږي، هيله دا ده، چې د تېر په څېر افغانان په اتفاق د اشغالګرو بشپړه انخلاء او اسلامي نظام باندې بيا هم متفق پاتې شي. افغانان بايد يو بل ته غوږ ونيسي او په ډېر زغم د هېواد دې اوږدې غميزې ته د پای ټکی کېږدي. دوی بايد نړۍ ته وښيي، چې افغانان هم د اشغالګرو د شړلو استعداد لري او هم د يوه مستحکم او پرمختللي نظام قايمولو توان.

د مجلې اداره: منصور صاحب ! د وروستۍ پوښتني په توګه که کوم نظر او پيغام لری و يې وايئ؟

منصور صاحب: افغانانو ته دا پيغام لرم، چې نور بايد يو بل وزغمو، يو بل ته لاس ورکړو او دا وطن په اسلامي او پرمختللي نظام سوکاله کړو. مجاهدينو ته مې دا پيغام دی، چې د خپلو جهادي اهدافو حفاظت ته دې ويښ واوسي، د مشرانو اطاعت دې وکړي او خپل ملت سره دې په ډېره مهربانۍ چلن وکړي، خپلو صفونو ته دې متوجې شي او هېڅکله له تصفيې غافل نه شي، د يتيمانو، کونډو او معيوبينو پوښتنه دې پر ځان لازمه کړي او د هر مشکل د حل په برخه کې دې ورسره په ټول توان منډه وکړي.

د مجلې اداره: منصور صاحب ! زيات خوښ شوو چې حقيقت مجلې (مرکې) ته مو وخت راکړ.

منصور صاحب: له تاسې هم مننه، چې زموږ غږ مو تر مسلمانانو، مجاهدينو او افغانانو رسولی او رسوی يې، الله تعالی مو بريالي لره.

Related posts