سپتمبر 15, 2019

د فراه ولایت دغمیزې په اړه، دملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمیسیون وضاحت

د فراه ولایت دغمیزې په اړه، دملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمیسیون وضاحت

په ۱۴۴۰/۱۱/۲۶ نیټه د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د آب خورما سیمه کې د هرات کندهار په لویه لار په ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر باندې چې له هرات څخه یې کندهارته سفر درلود، د ماین چاودنه رامنځ ته شوه، چې په نتجه کې یې ۲۵ ملکي هېوادوال شهیدان او ۳۵ زخمیان شول، د حادثې له رامنځ ته کیدوسره سم د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمیسیون لخوا په عاجل ډول د قضیې دبررسۍ په موخه سیمې ته هیئت واستول شو ترڅو حقیقت معلوم او د حادثې هر اړخیزه پلټنه او تحقیق وکړي، د یاد کمیسیون د هلوځلو په نتیجه کې د ماین ایښودلو اصلي عامل مشخص او ونیول شو اوتیره ورځ شرعي محکمي ته وسپارل شو.

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو دمخنیوي او سمع شکایاتو کمیسیون
۴/۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۲/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/3م

Related posts