سپتمبر 15, 2019

هر عمل عکس العمل لري

هر عمل عکس العمل لري

اونۍ تبصره:
تېره شپه یو ځل بیا د اسلامي مارت مجاهدینو د کابل ښار په لمن کې د ګرین ولیج په نوم په هغه ځانګړې محدوده ساحه بریالي عملیات ترسره کړل چې زیاتره اوسیدونکي یې بهرني او داخلي پوځي منسوبین دي. سره له دې چې په دې سیمه کې هیڅ ملکي کس یا عام افغان نه اوسیږي، بلکې د امنیتي حساسیت له امله دې سیمې ته نږدې هم عام خلک نه پریښودل کیږي او دا یوه سوچه پوځي سیمه ده. خو بیا هم د مجاهدینو له برید وروسته ځینو رسنیو غوغا ګډه کړه چې طالبانو ملکي خلکو ته زیان رسولی او دغه برید یې باید نه وای کړی.
د ګرین ولیج په نوم پوځي ساحه باندې برید په داسې حال کې غندل کیږي، چې بل اړخ ته بهرنیو عسکرو او د هغوی داخلي اجیرانو د افغانستان په لرو او برکې د عام افغان اولس په کلیو، ښارګوټو او خاورینو کورونو باندې بمبارونه، چاپې او ظالمانه عملیات جاري ساتلي دي.
په همدې تیرو څو ورځو کې یوازې د غزني په ولایت کې دوه بازارونه له منځه وړل شوي دي. د اګست په دیرشمه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په جهانګیر بازار ګډو ځواکونو چاپه ووهله. ۲۲ دوکانونه، یو هوټل او د بازار نور ملحقات یې په بمونه والوځول، تر شلو زیات موټر او موټر سایکل یې وسوځول او خلکو ته یې د لسګونو میلیونه افغانیو زیان ورساوه. په ورپسې شپه خارجي او داخلي عسکرو د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په مرکزي بازار برید وکړ ۲ روغتونونه ۴ هوټلان ۳ د تیلو پمپونه او تر سلو زیات دوکانونه یې وسوځول، دغه راز یې د عامه وګړو ګڼ شمیر موټر او موټر سایکل هم له منځه یووړل. دا تخریبي عملیات له هغو ظالمانه بمبارونو علاوه دي چې روزانه په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې جریان لري او عام وګړي په کې ژوند له لاسه ورکوي.
هغوی چې د ګرین ولیج په نوم پوځي قرارګاه هدف ګرځولو باندې انتقاد لري، باید په دې پوه شي چې هر عمل عکس العمل لري.دا امکان نلري چې په ګرین ولیج کې میشت بهرني او داخلي پوځیان به د افغانستان په کلیو د وحشت او قساوت میچنې چلوي او خپله به په پوځي مراکزو کې آرام ناست وي.
دا اولس بې څوکه نه دی او نه هم زموږ مظلوم هیوادوال مهدور الدم دي. د افغانستان اسلامي امارت چې د دې ولس استازیتوب کوي، د خپل اولس د وینو پوښتنه کول خپل مسؤلیت ګڼي او د اولس قاتلانو ته به ضرور د خپل عمل سزا ورڅکي.
هغوی چې د ګرین ولیج برید یې په مزاج بد لګیدلی له هر څه وړاندې باید د همدې او نورو پوځي قرارګاوو میشت چاپه وهونکي قاتلان له خپلو ظالمانه اعمالو راوګرځوي. ځکه د دوی په ظالمانه بریدونو، بمبارونو او تخریبي عملیاتو کې ټول زیان عام مظلوم اولس ته رسیږي. د دوی دا وړ اعمال د جګړې په وضعیت بل هیڅ تأثیر نه لري یوازې د دوی وحشیانه څیره رسوا او ظالمانه کرکټر یې په اثبات رسولی شي

Related posts