سپتمبر 20, 2019

  کندز او ناوه، د ښکیلو خواوو د جنګي اخلاقو پرتله

  کندز او ناوه، د ښکیلو خواوو د جنګي اخلاقو پرتله

أبو عابد:
طالبانو وړمه شپه په کندز ښار برید وکړ، د دې ښار ډیری سیمې یې ونیولې، د ښار تر زړه پورې یې پرمختګ وکړ. ډیری دولتي ادارې، امنیتي حوزې او نور حکومتي اماکن یې تر کنترول لاندې راوستل چې ځینې یې تر اوسه تر واک لاندې دي. دښمنو رسنیو دا ځل هم د تېر په شان کوښښ کاوه چې له کندز څخه یو بدغونی تصویر وړاندې کړي. خو رسنیو هیڅ داسې منفي نکته پیدا نکړه چې د طالبانو په ضد په تبلیغاتو کې ترې کار واخلي. طالبانو خپل عملیات په ډیر دقت طراحي کړي وو. رسنیو یوازې د څلور تنو ملکي وګړو دوژل کیدو او څونورو د ژوبلېدو خبر ورکړ، چې هغو ته هم شاید د ښار په ځینو برخو د امریکایي الوتکو په بمبار کې زیان رسیدلی وي. نور نه خو طالبانو ملکي وګړو ته زیان ورساوه، نه یې د چا دوکان او کور تخریب کړ، حتی دولتي اماکن یې هم ونه سوځول. طالبانو په یوه فدایي برید کې عسکر په نښه کړل او ځینې غرضي خبریالان چې د ملکي مرګ ژوبلې شواهد په لاس نه ورتلل نو یې د کندز د امنیه قومندانۍ د ویاند سرور حسیني په وژل کیدو ساندې او سلګۍ پیل کړې. له دې څخه ښکاري چې په کندز کې د طالبانو لخوا ملکي وګړو ته هیڅ نوع زیان نه دی رسیدلی. ځکه که داسې څه وای رسنیو به په ډیر آب و تاب انعکاس ورکړی وای او اوس به د ټولو رسنیو سرټکی وای.
له دې څخه ښکاري چې طالبان د اولس ژوند او مال ته ډیر درناوی لري او حتی د جنګ په حال کې هم له شرعي او اخلاقي حدودو تجاوز نه کوي. اما راشئ مقابل اړخ یعني خارجي اشغالګرو او د کابل رژیم عسکرو ته چې دوی د عام اولس له ژوند او شتمنیو سره کوم ډول لوبې کوي؟؟
د غزني ولایت ۹ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، له دې جملې یوه هم د ناوې ولسوالي ده چې کوچنی بازار هم لري. همدا تېره شپه (د سپتمبر لومړۍ نیټه) ګډو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په همدې بازار یرغل کړی دی. او تر سهاره یې د بازار د یو مخیز تخریب عملیات ترسره کړي دي.
د مستند راپور له مخې د اجیر رژیم عسکرو په دې عملیاتو کې د ناوې بازار چې له سلو زیات دوکانونه یې درلودل په بشپړ ډول تباه کړی دی. د ناوې په مرکز کې دوه روغتونونه، څلور هوټلونه، درې د تیلو پمپونه او تر سلو زیات دوکاونه یې سوځولي او نړولي دي. دغه راز یې په بازار کې موجود د عامو خلکو موټران او موټر سایکلان هم ټول سوځولي دي. مطلب دا چې د ناوې په بازار د حملې په وخت چې عسکرو ته هر څه په مخه ورغلي نو سوځولي او نړولي یې دي او هیڅ شی یې سلامت نه دی پرې ایښي.
دا یوازې د ناوې بازار نه دی، له دې وړاند په تخار، هلمند او ګڼو نورو سیمو کې هم دولتي عسکرو هغه بازارونه نړولي چې د طالبانو تر واک لاندې سیموکې دي. په کندز ښار د طالبانو محتاطانه عملیات او د عسکرو لخوا د ناوې د بازار مکمل تخریب ثابتوي چې اصلا تروریستان او تخریبګر خارجي او داخلي عسکر دي، چې د خپل واک له ساحې بهر هیچا ته د ژوند حق نه ورکوي او نه یې د سر او مال پروا ساتي. بالمقابل طالبان په ټوله معنی شرعي او اخلاقي اصولو ته تعهد لري، نو ځکه حتی د دښمن تر واک لاندې ساحه کې هم د خلکو د ژوند، مال او شتمنیو حفاظت خپل مسؤلیت ګڼي.
د اشغالګرو او ګوډاګیانو تخریبګرانه کردار ثابتوي چې دغه ازاریان د بقا چانس نلري، بالمقابل د طالبانو ښه چلند، اخلاقي اصولو ته ژمنتیا او د خلکو د سر او مال ساتنې ته توجه د دې خبرې نغد ثبوت دی چې الله تعالی به دې ډلې ته په ځمکه بقاء ورنصیب کړي. ځکه د الهي قانون له مخې هغه څوک د بقاء چانس لري چې خلکو ته مفید وي. الله تعالی فرمایي: واما ما ینفع الناس فیمکث فی الارض . . . ژباړه: او کوم چې خلکو ته ګټه رسوي نو په ځمکه کې پاته کیږي. . . الرعد ۱۷ آیت
نو اشغالګر او اجیران دې هیڅکله له خپل تخریب او ظلم څخه د بریا امید نه کوي، بلکې همدا یې د زوال زیری او پيلامه ده.

Related posts