سپتمبر 15, 2019

په لغمان کې په صحي مرکز باندې د چاپې وهلو په اړه د صحت کمیسیون اعلامیه

په لغمان کې په صحي مرکز باندې د چاپې وهلو په اړه د صحت کمیسیون اعلامیه

د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست میاشتې په ۲۸ نیټ د شپې مهال د لغمان ولایت علیشنک ولسوالۍ شمکټ سیمه کې د کابل ادارې عسکرو او ورسره بهرنیو ملاتړو يې د سیمې په صحي مرکز (د شمکټ کلینیک ) باندې چاپه ووهله.

د یاد وحشت په ترڅ کې د کلینیک زړه وداني، نوې تر کار لاندې وداني او ورسره نږدې د ملکي خلکو څو کورونه يې په بمبونو والزول، د کلینیک طبي سامان آلات يې له منځه یوړل او په یاده سیمه کې يې ۵ تنه ولسي وګړي په شهادت ورسول.

د امریکایانو او کورنیو عسکرو لخوا دغه ډول وحشت په مکرر ډول پيښيږي او د هیواد په مختلفو سیمو کې صحي مراکز قصدا تر چاپو او بمبارونو لاندې نیول کیږي.

د اسلامي امارت د صحت کمیسیون دغه بشر ضد عمل په ترټولو سختو ټکو غندي، د صحت له نړیوال سازمان، په هیواد کې له مختلفو صحي او خدماتي نهادونو او بشرپالو ادارو څخه په جدي توګه غواړي چې د دا ډول غیر انساني کړنو په غندلو او مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي.

نړیوالي بشرپالي ادارې خصوصا هغوی چې د صحت په برخه کې کار کوي، تل ټينګار لري چې د نړیوالو منل شوو کنونسیونونو او توافقاتو له مخې هرډول صحي مراکز باید په جګړه کې له زیان رسولو څخه محفوظ وي، خو دلته عملا امریکايانو او د هغو تر حمایت لاندې ادارې څو څو ځله صحي مرکزونه په نښه کړي، طبي پرسونل يې له منځه وړی او طبي سازمان آلات يې تخریب کړي دي.

زموږ د اولس اکثر وګړي طبي آسانتیاووته لاس رسی نه لري، او هغوی چې کلینیکونو ته په محدود ډول لاس رسی پیدا کوي، له دغسې وحشت سره مخ کیږي، چې ډير د تأسف وړ ده.

د اسلامي امارت د صحت کمیسیون

۲/۱/۱۴۴۱هـ ق

۱۰/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/1م

Related posts