سپتمبر 15, 2019

د غزني په ناوه کې د چاپې په مهال دښمن د ملکي خلکو سل دوکانونه او ۲ صحي کلینیکونه ویجاړ کړل (انځورونه)

د غزني په ناوه کې د چاپې په مهال دښمن د ملکي خلکو سل دوکانونه او ۲ صحي کلینیکونه ویجاړ کړل (انځورونه)

د وحشتونو په دوام اشغالګرو او کورنیو ملاتړو يې، تیره شپه د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په بازار چاپه وهلې ده.
د دغه ستر وحشت په جریان کې يې ملکي او بې وزله خلکو ته خورا ستر مالي زیانونه اړولي دي.
همدا ډول يې عامو خلکو ته په صحي برخه کې په خدمت بوخت دوه کلینیکونه هم ویجاړ کړي دي.
د معلوماتو په اساس تیره شپه ګڼ اشغالګر او کورني غلامان يې د ناوې ولسوالۍ بازار ته راغلي تر سهاره پورې يې په بې دفاع خلکو بریدونه کړي.
د عامو خلکو سل دوکانونه، ۲ صحي کلینیکونه، ۴ هوټلونه، ۳ د تیلو پمپونه او د ملکي خلکو لسګونه عراده جات يې په اور سوزولي او له منځه يې وړي دي.
دغه ستر جنایت په داسې مهال ترسره کیږي چې همدا مړ سترګي دښمن پرون ولیدل چې د اسلامي امارت مجاهدینو په کندز کې ټوله ورځ پراخ عملیات وکړل، خو یو ملکي کس، یا ملکي ځای ته يې زیان ونه رساوه.
د ناوې ولسوالۍ د بازار ګناه داوه چې د مجاهدینو په مفتوحه سیمه کې شتون لري، او که دا منطق سم وبلل شي، نو باید مجاهدین هم هغه ټول بازارونه، روغتونونه او نور د عامه خلکو ځایونه له منځه یوسي چې د دښمن تر ولکې لاندې دي، چې داسې نه کوي.
دلته نو باید دنیا وال، رسنۍ او بې پرې جهتونه د اسلامي امارت په معقولیت، انساني مبارزې او اسلامي تګ لارې او په مقابل کې يې د دښمن په دغه راز پریوتي تګ لارې او وحشتونو باندې قضاوت وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲/۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۰/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/1م

Related posts