اکتوبر 22, 2019

کندز‌؛ د ولسي ملاتړ یو بل انځور

کندز‌؛ د ولسي ملاتړ یو بل انځور

د ورځي خبره:

تېره شپه داسلامي امارت اتلو مجاهدینو د کندز پر ښار له څلورو طرفونو بریدونه پیل کړل، مجاهدینو د ښار په بیلابیلو حوزو کې ګڼې پوستې او ماموریتونه ونیول، دښمن ته یې د سر او تجهیزاتو لوی زیان واړاوه او ډير غنیمتونه یې ترلاسه کړل، خو دښمن د خپل همیشني عادت له مخي د ښار ګڼې سيمې بمبارد کړې او مظلوم ولس ته يې ځاني او مالي تاوانونه واړول.

د کندز پر ښار وروستی برید او پرمختګ او د هیواد په نورو سیمو او سمتونو کې وروستۍ بریاوې او په ځانګړې توګه پر یرغلګرو توغندیز او استشهادي بریدونه دمجاهدینو پوځي ابتکار په ګوته کوي.

داسلامي امارت مجاهدین د وسایلو له نقطه نظره د ګډ دښمن سره په هیڅ برخه کې هم برابر نه دي، خو هغه څه چې د وسایلو په لحاظ کمزوري مجاهدین یې داسبابو له نظره پر قوي دښمن برلاسي کړي؛ دالله تعالی ځانګړی نصرت او دمجاهد ولس هر اړخیزه همکاري ده.

مجاهدین نور هم باید دالله تعالی شکر اداء کړي، اوامرو ته یې لبیک ووایې او له نواهیو څخه یې په کلکه پر هیز وکړي او همدا راز  دشپې او ورځې د خپل مظلوم او مجاهد ولس خدمت وکړي. په اقتصادي، تعلیمي او ټولنیزو برخو کې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړې او د ورځنيو چارو لپاره ډاډمنه فضاء ورته مساعده کړي.

وروستۍ سوبې یرغلګرو ته داپیغام لري چې که دوی هر څومره ډير زور او زر وکاروي؛ د بریا مخ به و نه ویني، ځکه  تر لمر روښانه ده چې د اسلامي امارت تر شا د امپراتوریو ماتونکی مجاهد ولس ولاړ دی او تاریخ ثابته کړې چې افغان ولس د خپلې خاورې، ارزښتونو او منافعو څخه دفاع ته ژمن دی. فرضا که داشغالګرو په وړاندې یو څو محدود کسان جنګیدلای، طبعي ده چې دومره اوږد او تاریخي مقاومت به یې په هیڅ صورت نه وای ترسره کړی.

همدارنګه وروستیو فتوحاتو یو ځل بیا د واشنګټن ساتونکو ( د کابل ادارې عسکرو ) ته وښوده چې د یرغلګرو په نیابتي جګړه کې به په دنیا کې ذلیل او ناکام وي او په آخرت کې به د اسلام د ښکاره دښمنانو په صف کې راپورته کیږي. اسلامي امارت یو ځل بیا د کابل رژیم وسله والو ته چې د اشغالګرو د ګټو لپاره له خپل ولس سره جنګیږي؛ بلنه ورکوي چې نور د یرغلګرو له چوپړ څخه لاس واخلئ او داسلامي امارت سره یو ځای شئ!  اسلامي امارت ټولو هغو کسانو ته چې له جګړې لاس اخلي؛ بخښنه کوي او د سر او مال د ساتنې تضمین یې کوي.

Related posts