نوومبر 18, 2019

بګرام زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

بګرام زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

د باګرام له کرغیړن زندان څخه مو يوځل بيا په خواشنیۍ سره خبر تر لاسه کړ چې يو تن ناروغ بندي (سيدمحمد ) د محمدالف زوۍ د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی په دغه زندان کي دوي ورځې مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.
انالله وانا اليه راجعون
وفات شوی بندي له څه مودې راهيسي د ورپېښې ناروغۍ څخه کړېده خو زندان کې يې لازمې درملنې ته پاملرنه نه کېده.
مرحوم سيدمحمد د روان کال په ترڅ کې د نورو وفات شويو مظلومو بنديانو په څېر د قابل علاج ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه بندي په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د کابل ادارې او يرغلګرو په زندانونو کې زرګونه نور مظلوم بنديان هم د بېلابېلو سختو ناروغيو څخه کړېږي او ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ دی، خو کابل اداره او بهرني ملاتړي يې تداوۍ او صحي وضعيت ښه کولو ته هيڅ ډول اساسي کړنلاره او پاملرنه نلري او نه هم د بندیانو خپلوانو ته د خپلو ناروغو بنديانو د علاج کولو اجازه ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا د بشر حقوقو پر نړیوالو سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو او نورو خپلواکو بشري ادارو ږغ کوي چې د دا ډول بشري جناياتو عاملينو ته د سزا ورکولو جدي غوښتنه وکړي، ترڅو دې ته ورته نورو پيښو مخه ونيول شي. والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۲۹/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۸/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/30م

Related posts