اکتوبر 24, 2019

قوي موقف څه ته وایي…!؟

قوي موقف څه ته وایي…!؟

د ورځي خبره:

د اشرف غني یوه ویاند خبریالانو ته وویل، د کابل اداره به له طالبانو سره له کمزوري نه، بلکي له یو ډېر قوي سیاسي او نظامي موقف نه خبرو ته کښیني.

له دې نه اوس ټول ملت خبر دی، چې اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ له مخي، داسي بې کفایته ادارې ته په رسمي سترګه نه ګوري او د کوم حکومت په عنوان یې نه مني.

رابه شو دې ته چې د کابل اداره د کوم حجت له مخي د ځان لپاره د قوي موقف خبره کوي؟

یو څوک چې د امریکا د کروز او ډرون په زور کابل ته را وارد شوی وي، یوڅوک چې نژدې شل کاله د نیویارک او واشنګټن د امنیت لپاره له خپل ملت سره په جنګ اخته وي، یوچا چې د جانکیري په امر د واک څوکۍ دوه ځایه کړې وي، چا چې په فساد او اختلاس کې نړیوال ریکارډ جوړ کړی وي، کوم نظام چې ولسمشر یې له مرستیال او خپل پرسونل سره لاس او ګریوان وي، کوم رژیم چې د امریکا او ناټو راوړې دیمکراسي دومره ورته بدنامه کړه، لکه د تزار شوروي د کمونیزم فلسفه چې د هغوی کمونیستو ګوډاګیانو ورته بدنامه کړه، کوم واکمن چې د خپل یو مامور د لري کولو توان نلري، ناندرۍ یې د امریکي وایسرای په لارښونه خلاصيږي، هغه ارګ چې د جنسي رشوت ډرامو یې نړیوال ټول حیران کړل، کوم چارواکي او سربازان چې په ظلم او وحشت کې د چنګیز او هلاکو تاریخونه شرموي، په لوګر کې د غریب کاله د سعودي مسافر د خپلي کورنۍ په مخکي پر بمونو کښینوي او بیا یې الوزوي، هغه چارواکي چې د خپل ملت له ویرې د سیمنټي دیوالونو او امریکایي ټانګونو ترشا ځانونونه پټوي، هغه ګوډاګۍ اداره چې باداران یې له آزادي غوښتونکي ملت سره د مصالحې مذاکرات کوي خو دوی خبروي هم نه، بالآخره د اشرفغني هغه اداره چې هم د قوي موقف خبره کوي او هم د امریکايي ځواکونو د پاتي کیدلو زارۍ کوي، هغه اداره چې د امریکا له مالي او پوځي شتون پرته په میاشتو او اونیو کې د سقوط اعترافات پخپله خوله کوي، آیا همدغه ته غښتلی موقف ویل کیږي؟؛

نه خیر! دا هیڅکله قوي موقف نه دی، د قوي موقف چانس ستاسو هغو محسنینو هم له لاسه ورکړی چې تاسو یې تر سیوري لاندي دا اتلس کاله پر افغان مظلوم ولس د ظلم او وحشت بازار ګرم ساتلی، هغوی هم د مذاکراتي پروسې پرمهال د قوي موقف دعوې نه دي کړي، او تاسو چې نن سبا ۹۹٪ فیصده ملت داسي مسترد کړي یاست چې له نوم اوریدلو مو کرکه کوي؛ بیا څنګه تاسو د قوي موقف خبره کوئ!!؟

د کابل ادارې چارواکو ته پکار ده چې نور له خپل سرټمبه سیاسته ډده وکړي، د ملت په سرنوشت دې لوبي نه کوي، د ناټو او امریکا غوندي ځواک هم بالآخره له تعقل نه کار اخلي، حقایق درک کوي، هغه څه مني چې برملا ځمکني واقعیتونه دي، نو تاسو چې د ژوند ژواک مو هرڅه د هغوی پوري تړلی؛ بیا ولي د سرټمبګۍ له نیلي څخه نه کښته کیږئ، ولي بیا هم له ولس سره له دښمنۍ لاس نه اخلئ او د رب له رحمه د تل لپاره ځان محروم ساتئ.؟!

د قوي موقف خبري د هغه چا حق دی چې د دېن، وطن او ملت د دفاع په لاره کې یې په ځان پوري بمونه تړلي او د یرغلګرو ملا یې ورماته کړي، د غښتلي موقف خبره د هغه چا حق نه دی چې د یرغلګرو په څنګ کې را روان یې، شپه او ورځ د افغانانو په کورونو پردي یرغلګر ورننباسي، د یرغلګرو په ټوپک او امر اتلس کاله خپل ولس وژني. دغسي لاسپوڅو ته پکار ده چې د سرټمبګۍ پرځای د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي، له الله څخه وویریږي د شرم او عار احساس وکړي. نه دا چې اوتي بوتي ووایی.

پای………….!

Related posts