اکتوبر 24, 2019

امریکایي سناتور دې له افغان وژني خوند نه اخلي…!!

امریکایي سناتور دې له افغان وژني خوند نه اخلي…!!

 د ورځي خبره:

  په داسي حال کې چې له اسلامي امارت  سره د سپیني ماڼۍ د مامورانو مذاکراتي پروسه تر نهم پړاو تیریږي او ټرمپ د خپلو پوځونو د ایستلو تابیا نیسي؛ په امریکا کې یو شمېر سناتوران او ځیني جنرالان چې د بلیک واټر په څیر د قاتلانه اذهانو درلودونکي دي؛ بیا هم کله نا کله په افغانستان کې د پاتي کیدلو او د روان اشغال او بې ګټي جګړې د جاري ساتلو اصرار کوي.

 دغو جنګ غوښتونکو سناتورانو او جنرالانو ته پکار ده چې د ټرمپ غوندي د لویدیځو او نړیوالو کارپوهانو خبره په غور واوري او له ځان سره حساب وکړي، په پښتو کې یو متل دی چې وایی کم عقل چې څومره بل خوږوي؛ تر هغه زیات ځان خوږوي.

 د لینډسي ګراهام په نوم یو امریکايي سناتور له ټرمپ نه په تکرار سره غوښتنه کوي چې له افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونه ونه باسي. دغه سناتور ویلي،  ټرمپ باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم نکړي ځکه، چې په خبره یې، په دې هېواد کې پوځي حضور د امریکا د امنیت لپاره مهم دی. دی وایی کانګرس ته یې په دې اړه یوه لایحه وړاندې کړې، ترڅو په مټ یې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.

تر دې وړاندي د امریکا یو شمېر جنرالانو هم ورته څرګندوني کړي چې امریکایي پرغلګر ځواکونه باید په افغانستان کې و اوسي او د خپلو ګوډاګیانو په ملتیا، افغان وژني ته د تیرو اتلسو کالو په څیر دوام ورکړي.

متاسفانه دوی دا حقیقت تراوسه نه دی درک کړی چې  نژدې دوه لسیزي کیږي چې امریکایي یرغلګرو په افغانستان کې اور بل کړی، د یو څو بې ضمیره پلورل شویو افغانانو په ملاتړ یې هم ځانونه وژلي او هم یې تراوسه پوري سلګونه زره افغانان په شهادت رسولي، پرته له دې چې کومه لاسته راوړنه ولري. او یا یې په آینده کې د ګټلو خوب وویني.

  نو داسی یو بې هدفه او ناکامه جګړه چې امریکایان یې ورځ تر بلي زیاته مرګ ژوبله وزغمي، ملا ماتوونکی مالي زیان یې وګالي، نور به هیڅکله هیڅ هم ترلاسه نکړي.

 له دې نه علاوه دا هم لیري نه ده چې امریکا دې په افغانستان کې د شکست له امله په ټوله نړۍ کې له سیاسي او نظامي رسوایي سره مخ شي او بالآخره، د خپلو نړیوالو دښمنانو د سیاسي، نظامي او اقتصادي فشار په وجه په کور دننه کې هم دړي وړي شي.

 نو د لینډسی ګراهام په څیر امریکایي سناتوران او یو شمېر نور جنرالان باید په افغانستان کې پر پاتي کیدلو اصرار ونکړي، دوی باید له افغان وژني نه د یوې لوبي په څیر خوند وانخلي. دوی باید دا حقیقت درک کړي چې افغانان رښتیا هم ځوریدلي، کړیدلي، کورونه او زندګئ یې تباه شوي، خوارۍ او ورانۍ یې ګاللي، مګر د خپل هیواد د آزادۍ په لاره کې له جهاد او مبارزې څخه هیڅکله نه ستړی شوي او نه به ستړي شي.

   دا ځکه چې  داسې مبارزه د مسلمان د ایمان برخه ده، چې هیڅکله ورته شاه کولای نشي. همدا لامل دی چې مسلمان د جهاد په دې مقدسه عقیدوي لاره کې مرګ او ژوند دواړه د ځان بریا ګڼي او له دې عقیدوي نعمت څخه مقابل دښمن او د هغوی هملاري په هر صورت محروم دي.

پای……………!

Related posts