اکتوبر 22, 2019

اشرف غني د حفیظ الله امین په رول کې

اشرف غني د حفیظ الله امین په رول کې

ليکنه : قاري حبیب

د سوسیال ډموکراسۍ او کمونیزم متصدي( شوروي اتحاد) په افغانستان کې لسګونه کاله سرمایه ګذاري کړې وه. دوی آن د امان الله خان له وخته په دې هیواد کې پټ او ښکاره فعالیتونه درلودل. اراده یې وه چې د منځنۍ آسیا د هیوادونو په شان افغانستان هم لومړی د کمونیزم په منتر رام کړي او وروسته له همدې لارې د هند براعظمګي او عرب بحیرې تودو اوبو ته ځان ورسوي.

شوروي اتحاد او افغاني کمونیستانو خپل پلانونه خورا ژور او دقیق سنجولي او تطبیق کړي وو. دوی د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو تر وخته ښه راچلیدلي وو، اما په وروستي پړاو کې د یوه سرټمبه کمونیست نادودې د دې لامل شوې چې د کي جي بي او افغان کمونیستانو د لسیزو خوارۍ او لاسته راوړنې په اوبو لاهو او هر څه په صفر کې ضرب شي.

د ثور له کودتاه وړاندې په افغانستان کې د خلق او پرچم ګوند غړو ته په دومره بد نظر نه کتل کیدل لکه وروسته چې منفور شول. دا چې دوی د عدالت، د غریبانو، زیارکښانو او بزګرانو د حقوقو شعار ورکاوه، نو ډیری خلکو په رښتیا د عدالت غوښتونکي ګڼل. له دې علاوه د شوروي اتحاد نړیوالو تبلیغاتو هم په عامه اذهانو ژور اغیز کړی و او چپي تفکر د عدالت او نیکمرغۍ ضامن ګڼل کیده.

خو په افغانستان کې د کمونیستانو له کودتاه وروسته که څه هم ظاهرا نور محمد ترکی مشر وټاکل شو اما عملي واک د خلق ګوند د نظامي چارو د مسؤل حفیظ الله امین په لاس کې و. امین یو سرټمبه او بې عقل کمونیست و. د واک له تصاحب سمدستي وروسته یې که له یوې خوا په حکومت کې دننه د پرچمیانو او ورپسې د نور محمد ترکي د پلویانو تصفیه پیل کړه، د هیواد په سطحه یې د توپ او په ټانګ په زور د کمونیزم د عملي کولو کار شروع کړ. امین د ( ضد انقلاب) ټاپه را وایسته او هر څوک یې چې په مزاج برابر نه ول په همدې ټاپه یې محکوم او له منځه یووړل. د حفیظ الله امین او د هغه د ملګرو( اسدالله سروري عزیز اکبري او نورو) په لاس د هیواد لسګونه زره مخور اشخاص لکه علماء کرامو، مشائخ، د پوهنتون استادان، محصلین، قومي مخور او منورین ونیول شول او وروسته ژوندي تر خاورو لاندې شول. امین د کمونیزم د تطبیق په پلمه په کلیو ټانګونه ور وایستل او تر نیمایي زیات اولس یې هجرت ته مجبور کړ. امین به ویل چې د انقلاب د تطبیق په لار کې باید مچ په توپ وولو. ده به ویل موږ ۲۵ میلیوني اولس ته اړتیا نلرو. بلکې شپیته زره خلک چې کمونیزم ته تابعدار وي کفایت کوي.

د امین همدا خرمستۍ د دې لامل شوې، چې ټول افغان اولس د کمونیستانو پر ضد راپاڅي. هغه خلقیان او پرچمیان چې تر یو کال پخوا پورې یې میلیوني مارشونه را ایستل دومره منفور شول چې هیچا یې هم په وژلو سرپه نه کوله. د امین د خرمستیو لا امله د اولس د قهر لمبې ژبغړاندې شوې، ټولې اطرافي سیمې د  خلقي حکومت له واکه ووتلې، په ښارونو کې هم د حکومت پښې په لړزیدو شوې تر دې چې شوروي اتحاد د کمونیست رژیم د ساتلو لپاره پوځیان راولیږل. خو بیا یې هم کمونیست رژیم خوندي نکړای شو. تر دې چې بالاخره د شورویانو هغه ټول شپیته کلنه پروژه په یوه لوی شکست او رسوایۍ پای ته ورسیده.

دا خو په افغانستان کې د شرقي بلاک د سوسیال ډموکراسۍ د عبرتناک انجام کیسه وه. چې د حفیظ الله امین په نوم یوه سرټمبه خونخوار یې ټول پلانونه ابته کړل. اوس راځئ د غربي بلاک د لیبرال دموکراسۍ سرګذشت وارزوو.

غربي بلاک او په خاص ډول امریکا چې ځان د لیبرال دموکراسۍ ټیکه دار بولي. په افغانستان کې له اوږدې مودې فعالیت لري. دوی د افغانستان د غربي کولو پروژه تر کار لاندې لري، د پخواني جهاد په وخت دوی مستقیما دلته فعال شول او په وروستیو اتلسو کلونو کې خو یې تقریبا د هیواد مکمل واک په لاس کې اخیستی او  په میلیادرونو ډالر یې د غربي دموکراسۍ د ترویج او پیاده کولو په هدف لګولي دي.

د اتلسو کلونو په جریان کې دوی د زور، زرو او تزویر په مټ تر ډیره حده د دموکراسۍ په متعارف کولو کې بریالي شوي. د افغانستان په قوانینو کې یې دموکراسي ځای کړې، څو ځله یې ټاکنې ترسره کړې دي او خلکو ته یې غرب ډوله ډموکراسي د نجات د یوازینې لارې په حیث تلقین کړې ده.

مګر په وروستیو کلونو کې اشرف غني چې له یوې خوا یې د ډموکراسۍ شعار په خوله دی، بل اړخ ته یې کټ مټ د حفیظ الله امین په شان وحشیانه کړنو ته لاس اچولی. که د حفیظ الله امین قاتلان به په توره شپه په تورو جیپانو کې په بې دفاع کلیو ورتلل. خلک به یې له کورونو را ایستل او بیا به یې د پليګون په دښته کې تر خاورو لاندې کول. د اشرف غني کمانډویان کټ مټ همداسې په توره شپه په تورو چورلکو کې په کلیو چاپې اچوي. بې پوښتنې خلک له کورونه راباسي. ځوانان له سپین ږیرو بیلوي او بیا یې دخپلو پلرونو او میندو په وړاندې په مرمیو غلبیل کوي.

د اشرف غني قاتلان هم د امین د قاتلانو په شان د ټولنې عمده اقشار هدف ګرځوي. د دوی زیاتره قربانیان محصلین، ملا امامان، قومي مخور او ځوانان دي.

د افغانستان د اطرافو خلک دومره سواد نلري چې د کمونیزم یا دموکراسۍ په فلسفي یا علمي تعریف پوه شي.هغوی لکه څنګه چې کمونیزم او کمونیستان د هغوی له اعمالو پيژندل او د خلکو نیول، وژل او تباه کول یې د کمونیزم مشخصات ګڼل اوس چې اشرف غني ورباندې د دموکراسۍ تر عنوان لاندې چپه میچنې چلوي، عامو هیوادوالو ته همدا چاپې، بمبارونه، د ځوانانو وژل او د کورونو ورانول د  دموکراسۍ مظاهر  ښکاري.

د دموکراسۍ او غربي اقدارو لپاره چې امریکایانو کومه نیکنامي په تیرو کلونو کې د پراخو تبلیغاتو او درنو مصارفو په زور ګټلې وه، اشرف غني په تیر یوه کال کې له منځه وړې. اوس خلک د ډموکراسۍ او انتخاباتو هماغسې هرکلی نه کوي. دموکراسي د بدبختي، ظلم او عاموژنې مرادف ګڼي. اشرف غني او د اسدالله خالد او امرالله صالح په شان انډیوالان یې کټ مټ د حفیظ الله امین، اسدالله سروري او عزیز اکبري رول ترسره کوي.دوی نه یوازې د خپل موجوده حکومت پښې په تبر وهي بلکې په افغانستان کې یې د لیبرال دموکراسۍ ټوله تاریخي تجربه د شکست په مورګو درولې ده. او که حالت همدسې دوام پیدا کړي لرې نه ده چې د کمونیزم په شان دموکراسي هم په پیغور او ښکنځا بدل شي.

Related posts