اکتوبر 22, 2019

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ۳۳ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ۳۳ مه برخه

لیکنه :  مفتي عبد الله رشاد افغاني

تعزیر او د جرائمو مخنوی:

 پر افغاني ټولنه، د الله رب العزت یو ځانګړی احسان دا دی، چې د دغي ټولني د رهبري لپاره يې د ټولني هغه قِشر غوره کړی؛ څوک چې د اسلامي شریعت په اړه علم او پوهه لري.

 څرنګه چې پر حاکِمه طبقه باندي د ټولني د اصلاح بار هم پروت وي؛ نو په ښه انداز سره د دې درانه مسٸولیت تر سره کولو لپاره اړینه ده چې حاکمه طبقه د خپل مسؤلیت پولي و پېژني، او بل دا چې ډیری خلک د تعزیر او نهي عن المنکر په منځ کې فرق نشي کولای، نو ځکه ډیر ځله د تعزیر او نهي عن المنکر د نه توپیر له امله هغه کار کوي چې په حقیقت کې د ده د مسؤلیت په دائره کې داخل نه وي، نو د دې لپاره په راتلونکي لیکنو کې کوښښ کوو، تر څو د تعزیر مسئله د فقهي حنفي په رڼا کې ښه واضحه کړو، چې تعزیر په څه وخت؟ څوک؟ او په څومره اندازه یو مجرم ته ورکول کیدای شي؟

 او د تعزیر او نهي عن المنکر په منځ کې فرق څه دی؟ خدای مه کړه، د شریعت تر چتر لاندي هغه څه تر سره نکړو، کوم چې موږ يې د خیر توقع لرو او هغه را ته شر شي او په ټولني کې د فايدې پر ځای فساد ته لاره هواره شي.

تعزیر:

 یو حاکم پخپل رعیت کې چې د الله تعالی بندګان دي؛ هومره تصرف کولای شي، څومره اندازه چې الله رب العزت ورته اجازت کړی وي، د انساني کرامت خیال ساتل په هر وخت کې اړین دي، نو ځکه له مُثلې نه منع شوي، مجرم ته به هغه سزا ورکوله کیږي، کومه چې د شرعي تقاضا سره برابره وي، یو څوک هم د خپل مزاج مطابق مجرم ته سزا نشي ورکولای، او دا یو انساني طبیعت دی، چې کله به هم انساني ټولنه له جرائمو بلکل پاکه نشي، البته کله به کم او کله به زیات وي، خو د جرائمو ګراف هلته نور هم لوړیږي، چې سلطه او حکومتولي د فاسدو عناصرو په لاس کې وي، ولي چې د رعیت فساد د حکمران له فساده سرچینه اخلي؛ اسلامي قانون همیشه کوښښ کوي، چې په ټولنه کې د ټولو خلکو حقوق خوندي، مساوات، عدل او انصاف قايم وي، د ظالم مخنیوی او مظلوم ته خپل حق رسېدلی وي، د دې لپاره په اسلامي قانون کې د جزائي نظام په نوم مستقل قانون شتون لري، دا هر څه د دې لپاره چې ټولنه سالمه واوسي، د خلکو عقل، دین، نفس، نسل، مال او عزت خوندي شي، نو ځکه پر حاکم او یا قاضي باندي لازمه ده، چې په حدودو او تعزیراتو کې د هغوی د اصل هدف او مقصد یعني د فرد او ټولني د اصلاح خیال وساتي.

 څرنګه چې د تعزیراتو بحث نن سبا ډیر مهم دی، ولي چې د خلکو تر مصالحو پوري اړه لری، نو په راتلونکي بحث کې به د تعزیراتو پر تعریف، حکم، حِکمت، هدف، اهمیت، انواعو او پر دې تفصیلي بحث ورکړو، چې تعزیر څوک اجرا کولای شي؟

  د تعزیر لغوي او شرعي معنا:

د لغتو په کتابو کې د تعزیر لپاره مختلفي معناوي یادي شوې، خو علامه حصكفي رحمه الله تعالی يې لغوي معنا داسي کوي: التعزیر: لغة التأدیب مطلقا.

یعني په لغت کې تعزیر مطلق تادیب ته ویل کیږي، هغه که په وهلو، بند، خبرو او یا د خبرو په بندولو او یا نورو طریقو سره وي، او په اصطلاح کې بیا علامه تمرتاشي رحمه الله تعالى داسي راپېږني: و شرعا: تأديب دون الحد. الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (4/ 59).

یعني: یو چا ته د شرعي حد تر اندازه په کمه سزا سره تادیب ورکولو ته تعزیر ویل کیږي.

يعني: په لغت کې د تعزیر معنا، تادیب دی، یو چا ته ادب ورکول، او په شرعي اصطلاح کې بیا هغه تادیب ته ویل کیږي، چې د حد تر درجه کم وي، نو د دواړو معناو په منځ کې نزدېکت او قربت شته، هغه دا چې، له دواړو څخه بل چا ته ادب ورکول مطلب دي.

 د جرائمو پر خلاف د تعزیر حِکمت او فایدې:

نن سبا د تعزیراتو موضوع د انساني ټولني د سالمي بقا لپاره د لا اهمیت وړ ګرزېدلې، او اسلامي شریعت هم تر بل هر دین د ټولني د مصالحو په اړه زیات اهتمام لري، تر هر څه اول دین اسلام د ټولني سالمیت د باطن په اصلاح یعني ترغیب او ترهیب، وعظ او نصیحت، پر اعمالو باندي د ثواب او عذاب په ورکړي سره خوندي ساتي، خو که له دې سره بیا هم د یو څو فاسدو او منافقو وګړو له لوري، ټولني ته ستونځي جوړیږي، فساد خپره وي، جرائم تر سره کوي،

 نو شریعت د سترو مجرمینو لپاره حدود او قصاص ټاکلی، او نور واړه جرائم بیا تر وخت او مکان پوري اړه لري، او هغه بې شماره دي، نو ځکه د دا شان جرائمو سزا د شرعي اصولو مطابق د ولي الامر او قاضي پر صوابدید پوري اړه لري، خو په دې اړه حاکم هم مطلق العنان ندی، بلکي د مصلحت عامّه او حالاتو، مکان او زمان مراعت ورباندي لازم دی، ولي چې له تعزیر څخه مقصد مجرم ته عذاب ورکول ندي، بلکي د مجرم اصلاح او د ټولني له فساد څخه ساتنه د تعزیر اصلي هدف دی.

  • لهذا موږ ویلای شو: چې اسلامي دین یو جامع او ټول شموله دین دی، په هر وخت، هر مکان او هر زمان کې قابل تعمیل دی.
  • او د هغه چا خبره، چې وايې: اسلامي نظام د معاصر دور د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا نلري؛ سل په سله کې بې ځایه او د هغوی په ناخبري او بې علمي دلالت کوي.
  • په شرعي قانون کې د مجرم او ټولني اصلاح مقصد وي، د هغې لپاره شریعت د مجرم د باطن د اصلاح کوښښ کوي، او په وضعي قانون کې بیا داسي نه وي، نو ځکه هغوی د جرائمو د ګراف په راټيټولو کې پاتي هم راغلي.
  • د دې (تعزیر) بحث په څېړلو سره موږ کولای شو، چې دې نتېجې ته ورسېږو، چې دین اسلام یو عالي دین دی، د شریعت قانون تر وضعي قانون په څو چنده فوقیت لري، ولي، چې په هر وخت، هر زمان او هر مکان کې قابل تعمیل دی، وضعي قوانین د وخت په تغیر او تبدیل سره ناچله کیږي، او شرعي قوانین بیا الی یوم القیامه قابل تعمیل دي.
  • دا به هم راته معلومه شي، چې تر نورو زموږ د وروسته والي لامل دا دی، چې د شریعت په ځیني قوانینو مو عمل کړی او ځيني نور مو بیا ترک کړي، که موږ هغه څه وکړو، کوم چې د شریعت د اصولو سره سم وي، ټولنه به مو سالمه، پر امنه او یو مثالي ټولنه وي.

نور بیا . . .

 2019-08-26

Related posts