اکتوبر 22, 2019

د کابل اداره او ورځنی پروپاګند !!!

د کابل اداره او ورځنی پروپاګند !!!

دورځي خبره:

د کابل اداره چې په  پوځي میدان کې  له نه پټیدونکو شکستونو او رسوايي سره لاس او ګریوان دی او په سیاسي ډګر کې یې هم ټول چانسونه او حربي نابودي ښکاري؛ مټې یې بډ وهلي چې هره ورځ  د خپلو ناکاميو پټولو لپاره د پروپاګند، بې اساسه ادعاوو او جعلي خبرونو خپرولو سره د رسنیو او مطبوعاتو په مخ یو څه ارو مرو راوړي او د خپلو اکاذیبو لړۍ توده وساتي.

د دغې ادارې ویندویانو تېرو دوو ورځو کې دا خبرونه او ادعاوي په شدو مد خپرې او نشرکړې چې ګواکې دوی د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت لپاره د اسلامي امارت والي شهید کړی او هم یې په غزني ولایت کې د شریعت غږ راډیو د خپرونو دستګاه بمبارد کړې ده.

په داسې حال کې چې د دروغجن دښمن دواړه ادعاوي ناسمي دي او حقیقت نلري، د غزني او شاوخوا ولایتونو لپاره د شریعت غږ راډیو مصئونه ده او خپل عادي نشرات سرته رسوي.
همدغه ډول د لوګر والي د الله تعالی په رحمت روغ رمټ او د خپلو مجاهدینو سره د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په خلاف مقدس جهاد ته دوام ورکوي.

له دې وړاندې هم د لوګر د والي په اړه دښمن څو ځله ادعا کړې وه چې هدف یې ګرځولي؛ چې دعوې او اکاذیب یې رسوا او بې اساسه وګرځیدل.
په داسې حال کې چې دښمن هره ورځ او هره شپه د هیواد په سطحه د بې شمیره  ولسي وګړو او بې دفاع ولس په کورونو او جونګړو چاپي وهي، مظلوم او بیچاره افغانان د خپلو بچیانو په وړاندي په ډیرې بې دردی شهیدانوي، کلاګاني یې په بمونو نړوي اوشتمنیو ته یې اورونه اچوي؛ نو د دغه جنایتونو دتوجیه او پټولو لپاره اوهم  خپلو بادارانو ته چاپړوسي  په خاطر دعوي کوي چې نن یې په فلاني اوفلاني ولایت کې دومره طالبان او مجاهدین شهیدان کړي.

په کار دا ده چې   میډیا او خبري  رسنۍ خپل مکلفیت پوره درک کړي، د هر خبر او پیښې هر اړخيزه څیړنه او پوښتنه وکړي او معلومه کړي چې کومه مرجع دوی ته څه وایي د هغه په باب بې پرې جزئیات او معلومات په لاس راوړي ورسته بیا هغه خبر اوپیښه عامه ذهنیت ته وړاندي کړې.

په هرحال دروغ ویل او خپرول اوس د کابل رژیم د ویندویانو او چارواکو هغه مشغله ګرځیدلی چې کله دوی د کومې پیښې په اړه رسنیو ته راښکاره شي او په څه ويلو شونډې پرانیزي، خلک ورباندي پوهیږي چې دغه امریکایی لاسپوڅي څوفیصده رښتیا او څومره دروغ ورسره ګډوي.

Related posts