نوومبر 18, 2019

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي

د اونۍ تبصره:

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګړه دا دی اتلسو کلونو ته ورسیده. دا د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده. په دې جګړه کې لکه څنګه چې افغان اولس ته درانه زیانونه اوښتي امریکایي اړخ ته یې هم پراخ مالي او ځاني تلفات درلودلي دي. د افغان ــ امریکا جګړه له هغې ورځې پیل شوه کله چې امریکایي ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ. معنی دا چې د جګړې علت او عامل په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور دی او که غواړو دا جګړه پای ته ورسیږي باید امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
همدا اوس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په موضوع د اسلامي امارت او امریکایي استازو تر منځ مذاکرات جریان لري. افغان اولس او زیاتره عام امریکایان او سیاسیون دې مذاکراتو ته خوشبین دي. دوی باور لري چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به روانه جګړه پای ته ورسیږي او په دواړو اړخونو کې به د ځاني او مالي زیانونه مخه ډب شي.
خو له دې پراخو او عمومي هیلو سره په څنګ کې ځیني خلک مخالف آهنګ هم غږوي. د بیلګې په توګه د امریکا د سنا مجلس د غړي لیندسي ګراهم په شان ځیني جنګ غوښتونکي اشخاص او په افغانستان کې هغه بې ريښې سیاستوال چې خپل سیاسي شتون د بهرني اشغال محصول ګڼي نو ځکه د امریکایي ځواکونو د بیرته تګ سره مخالفت ښکاره کوي.
د امریکایي ځواکونو د خروج مخالفین چې د جګړې په دوام ټینګار کوي، د خپلې مدعا لپاره هیڅ اخلاقي او قانوني دلیل او اساس نه لري. دوی یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي چې د جګړو په دوام کې یې لټوي. دا وړ خلکو ته په عامه قضاوت کې خپلچاري او خودغرضه ویل کیږي. هغوی چې د ځاني ګټو لپاره عامه مصالح قربانوي او اولسونه د جګړو، ناکرارۍ او اضطراب څپو ته ورټېل وهي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د هیچا په زیان نه دي، بلکې د ټولو اړخونو لپاره په کې ګټه او مصلحت دی. خودغرضه او جنګ غوښتونکي سیاسیون باید عامه مصالح په پام کې ولري. د هغو وګړو له حاله باید ځان خبر کړي چې د جګړې مخامخ قربانیان دي.
هغوی چې په افغانستان کې د امریکایي اشغال په دوام تاکید کوي، باید د تیرو اتلسو کلونو جریان په دقت مطالعه کړي.بله دا چې روانو مذاکراتو او د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع ته دعامو پرګنو خوشبیني او امیدونه هم باید په پام کې ولري. دا چې عام اولسونه دې پروسې ته خوشبین دي معلومه خبره ده چې خپل خیر په کې ویني. کوم خودغرضه سیاسیون چې له دې پروسې سره مخالفت ښکاره کوي عملا له عامه امیدونو او ټولنیز شعور سره په تصادم کې واقع دي.

Related posts