سپتمبر 15, 2019

د سلام مخابراتي شرکت د فعاليت د بندولو په اړه د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون اعلاميه

د سلام مخابراتي شرکت د فعاليت د بندولو په اړه د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون اعلاميه

دا چي سلام مخابراتي شرکت د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون له مکررو خبرداريو وروسته هم د کمېسيون له اصولو سرغړونو ته دوام ورکوي؛ له دې وروسته د دغه مخابراتي شرکت مراکز او پايې (ټاورونه) د مجاهدينو لپاره د نظامي هدف په توګه اعلانېږي، کوم فایبر چي د انټرنیټ لپاره دغه شرکت تر ځمکه لاندې غځولی قطع کېږي، له پرسونل، وسائلو او وسائطو سره به يې د استخباراتي ارګان سره تړلو کسانو او اجناسو په څیر چلند کېږي او که يې له چا سره سيم کارډ پیدا شي قانوني چلند به ورسره کېږي.
د سلام مخابراتي شرکت د فعالیت د بندولو ځینې لاملونه په لاندي ډول دي :
۱- د کابل ادارې او امریکايانو لپاره استخباراتي فعالیت ترسره کوي، په همدې موخه له مخابراتي تماسونو نه پټ معلومات ټولوي او اړوندو استخباراتي شبکو ته یې سپاري.
۲- ولسي خلکو او مجاهدینو ته د یقیني خطر د پیښیدو په وخت کي دموسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم دکمېسیون د بندولو او خلاصولو اصول نه مني همدا راز بهرنيو او کورنيو چاپه وهونکو وحشي عسکرو ته جاسوسي کوي.

والسلام
د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسيون
۲۵/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۴/۶/۱۳۹۸هـ ش ـــ ۲۶/۸/۲۰۱۹م

Related posts