اکتوبر 24, 2019

د الله تعالی نصرت او د ولس ملاتړ

د الله تعالی نصرت او د ولس ملاتړ

د ورځي خبره: 
د اسلامي امارت فاتحو ځواکونو د الفتح عملیاتو په روان بهیر کې د هیواد په مختلفو برخو کې پر یرغلګرو او ګوډاګیو عسکرو بریدونه جاري ساتلي، هره ورځ لسګونه اشغالګر او د کابل رژیم عسکر له منځه وړل کیږي او پراخې سیمې داتلو مجاهدینو په لاس فتحه کیږي.
د یوې ورځې څو سوبې:
د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې پر اشغالګرو عسکرو داسلامي امارت داستشهادي مجاهد (محمد محسن) د فدايي برید په پایله کې دیرغلګرو ۲ ټانګونه ویجاړ او ۷ تنه اشغالګر مړه او ۴ تنه هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د کلاښامېر د رنګریزانو په سیمه کې مجاهدینو دکابل ادارې دوسله والو۷ شوبلې او رینجر موټر له منځه وړي او پکې سپرو عسکرو ته یې پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
د میدان وردګ ولایت مرکز په چهاربند، مکتب او سهاکو سیمو کې داتلو مجاهدینو په بریدونو کې ددښمن ۳ ټانګونه او۱۳ تنه عسکر له منځه وړل شوي دي.
د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ ولسوال د ۴ ساتونکو په ګډون د مجاهدینو په کاري برید کې وژل شوی دی.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په سیا آب سیمه کې د مجاهدینو په رسا برید کې د رژیم د عسکرو ۲ ټانګونه ویجاړ او پکې سپاره وسله وال وژل شوي دي.
د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په دوشیخ سیمه کې د مجاهدینو په برید کې د کابل رژیم ۲ ټانګونه په نښه او ګڼ شمېر وسله وال مړه او ژوبل شوي دي.
په یادوو شوو بریدونو کې د دښمن پر ځاني زیان سربیره، ګڼ شمېر وسلې، وسایط او مهمات هم د مجاهدینو لاس ته لویدلي او پراخې سیمې له دښمن څخه تصفیه شوې دي.
په فتحه شوو سیمو کې غله، مفسدین، غاصبین، اختطافګر او قاتلان نیول کیږي، شرعي محکمې ته وړاندې کیږي او دخپل ظلم سزا ورکول کیږي، عام خلک د مجاهدینو په ورتګ د خوشحالۍ احساس کوي، تود او پراخ هرکلی یې کوي او د یو ښه راتلونکي هیلې ترې لري.
داسلامي امارت مجاهدینو د ولس د عزت، سر اومال ساتلو ته لومړیتوب ورکړی، په خپلو وینو یې د ولس له حقونو دفاع کړې، دیني ارزښتونه او ملي ګټې یې ساتلې او په دې لار کې یې د ملامت کونکو له ملامتیاپرواه نه ده کړې، خپلو لوړو اهدافو ته یې ترجیح ورکړې او د دښمن شوم پلانونه او کرغیړن امیدونه یې له خاورو سره خاورې کړي دي.
مجاهدین د الله په نصرت او د مجاهد ولس په ملاتړ د بري تر درشله رسیدلي،که د الله تعالی مرسته او د ولس همکاري نه وای، نو مجاهدینو به روان فتوحات او لاسته راوړنې نه وای ترلاسه کړې، ځکه د مجاهدینو وسایل د دښمن له وسایلو سره په هیڅ ډول د مقایسې وړ نه دي.

Related posts