سپتمبر 15, 2019

د مجاهدینو د بریالیتوب لاملونه

د مجاهدینو د بریالیتوب لاملونه

معین احمد (معین)

مجاهد لکه څرنګه چې په پوځي چارو او قتال کې محاربوي مهارتونو او نظامي تعلیماتو ته اړتیا لري، همدا ډول په معنوي لحاظ ریاضت ، تزکیې او تقوی ته ضرورت لري.

په دې اړه د العقد الفرید مؤلف ابن عبدربه رحمه الله د خپل کتاب په لومړي ټوک (۱۱۷) مخ کې داسې وايي:

ژباړه :

حضرت عمر ابن الخطاب رضی الله عنه د مصر والي حضرت سعد ابن ابي وقاص رضی الله تعالی عنه ته ولیکل:

له حمد او ثنا وروسته : زه تاسو ته په هرحال کې د الله تعالی په تقوی امر کوم ، ځکه تقوی پر دښمن باندې د بریالیتوب او موفقیت تر ټولو غوره وسیله  او د جګړې تر ټولو قوي تکتیک دی.

همدا راز زه تا او لتاسره ټولو مجاهدینو ته د ګناهونو په پریښودلو امر کوم ؛ ځکه د پوځ ګناهونو د هغوی لپاره تر ټولو لوی دښمن او په دوی باندې د دښمن د غلبې لامل دی.

مسلمانان چې پرخپل کافر دښمن بریالي کیږي هم د کافرانو د بدو عملونو او له الله تعالی څخه هغوي د نافرماني له وجې باندې غالبه کیږي ، که دا خبره نه وي خو نه زمونږ پوځي وسائل او امکانات له هغوي سره برابر دي او نه هم زمونږ تعداد او شمیر د هغوی له تعداد او شمیر سره برابر دی.

که خدای مه کړه مونږ او دښمن د الله په معصیت کې سره برابر شو بیا به څرنګه پرهغوی باندې غلبه ترلاسه کړو؟

تاسو پر دې خبره پوه شئ چې ستاسي په ټولو کړو وړو کې په تاسي باندې د الله تعالی له لوري حفظه ملائکې مقررې دي ، ستاسې ټول اعمال هغه څاري او لیکي یې ، تاسو له هغوی څخه وشرمیږئ او چې کله د الله په لاره ( جهاد) کې یاستئ نو د الله معصیت مه کوئ.

تاسو دا مه وایاست چې زمونږ دښمن خو کافر او بد عمله دښمن دی هغه به الله تعالی پر مونږ نه مسلطوي که څه هم چې مونږ کمه ګناه وکړو؛ ځکه ډیر ځله دا لیدل شوي چې الله تعالی د صالحو خلګو د کمې ګناه له وجې پر هغوی ډیر سخت دښمن مسلط کړی او په بني اسرائیلو کې د دې ډیر مثالونه شته دي چې د هغوئ د لیږ کناه له وجې به ورباندې الله تعالی ډیر ظالم دښمن مسلط کړ…(العقد الفرید لومړی ټوک (۱۱۷) مخ.

مجاهد ته په کار ده چې تر بل هرچا باید خپل فکر او ځان له ناسمو افکارو او کړنوڅخه پاک وساتي.

ځکه مجاهد د الله تعالی پر ځمکه باندې د الله د دین د حاکمیت دعوه لري.

نو که دی (مجاهد) پر خپل ځان د الله حکم نافذ نه کړي ، بیا به څرنګه هغه د الله پر نور مخلوق نافذ کړي؟

مجاهد باید په خپل جهادي تقسیم الاوقات کې له خپل ځان سره محاسبې ته ځانګړی وخت ورکړي ، تر څو په هغه د خپلو ورځنیو چارو محاسبه وکړي چې څومره یې هغه د شرعي احکامو مطابق تر سره کړې.

جهاد چې په اسلام کې تر ټولو غوره عمل او ذروة سنام الاسلام ورته ویل شوی هغه په دې صورت کې چې د مجاهد دم او قدم دواړه د شرعي احکامو مطابق تر سره شي.

په ټولو قراني ارشاداتو کې د مسلمانانو غلبه د هغوي د عقیدې په سوچه والي او نیک عمل پوري مشروط شوې ، که خدای مه کړه مجاهد په عقیدوي اوعملي لحاظ نیمګړتیاولري بیا یې د خپل هدف ته رسیدل ناشونی دی.

نو خپلو جهادي آرمانونو ته د رسیدو او پرخپل دښمن باندې د غلبي لپاره مجاهدین تربل هرچا زیات باید الهي لارښوونو ته متوجه او خپلې ټولې کړنې د شرعي احکامو په رڼاکې تر سره کړي.

Related posts