سپتمبر 20, 2019

د اروزګان ولايت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې اړوند تشویقي غونډه وشوه

د اروزګان ولايت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې اړوند تشویقي غونډه وشوه

د اروزګان ولایت د مرکز اړوند سرخمرغاب سیمه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې ولایتي مسئولینو د دیني تعلیمي ادارو له مهتممینو او استاذانو سره مهمه غونډه ترسره کړه.

د معارف مسئولینو هغوی ته د پوهنې په برخه کې د پرمختګ په موخه اړین هدایات وکړل او په دې برخه کې يې د زياتې توجه غوښتنه ورنه وکړه.

د غونډې برخه والو هم  له خپل لوري د پوره توجه او په ښه اخلاص د خدمت اطمنان ورکړ.

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل او د مسلمانانو د کامیابۍ په دعا پای ته ورسېده.

۲۰۱۹-۸-۲۴

Related posts