سپتمبر 20, 2019

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د ښوونيز بهیر د پرمختګ په موخه غونډه وشوه

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د ښوونيز بهیر د پرمختګ په موخه غونډه وشوه

د ښوونيزو غونډو په لړ کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ښوونې او روزنې د مسئولینو لخوا د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پوهنې اړوند تشويقي غونډه ترسره شوه چې د یاد ولایت د پوهنې پر مسئولینو سربېره د سیمې علماء کرامو، د مدرسو مهتممینو، استاذانو، د ښوونځیو سرمعلمینو، استاذانو او قومي مشرانو  ګډون پکې کړی وو.

غونډه کې جالبې په زړه پورې ویناوې وشوې، د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې لوائح او مقررات بیان او په اړه یې اړین توضیحات هم وړاندې شول.

د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت د معارف له مسئولینو مننه وکړه چې د ښوونې په برخه کې یې له خپل ټول توان څخه کار اخیستی او له خپل لوري یې هم د هر ډول ممکنه همکاریو او د پوره اخلاص ډاډ ورکړ.

یاده غونډه چې سهار مهال پر۷ بجې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ماسپښین مهال د دعا په ترسره کولو پای ته ورسېده.

۲۰۱۹-۸-۲۴

Related posts