سپتمبر 20, 2019

بلخ: نهرشاهي کې بیس او پوسته فتحه، ټانک ویجاړ، ۵ عسکر ووژل شول

بلخ: نهرشاهي کې بیس او پوسته فتحه، ټانک ویجاړ، ۵ عسکر ووژل شول

د الفتح بریمنو عملیاتو په بهیر کې پرون مازدیګر مجاهدینو د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ اړوند، شهرک ترکمني سیمه کې د اربکیانو په محاصره بیس باندې بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې دښمن له سیمې په تیښته مجبور او د شپې له تیارې څخه په استفاده له بیس څخه وتښتیدل.

فتحه شوي بیس کې لویه اندازا مهمات او نظامي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

همداراز په هغو کومکي ټوپکیانو هم کمین بریدونه وشول، چې د مجاهدینو تر برید لاندې مرکز د ژغورني هڅه یې کوله، چې په ترڅ کې یې ټانک ویجاړ او ۵ عسکر ووژل شول.

همداراز یاده سیمه کې له اوږدې مودې راپه دیخوا محاصره پوسته هم د مجاهدینو لاسته ولوېده، چې په فتحه کېدو سره یې پراخه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغله.

2019/8/24

 

Related posts