سپتمبر 20, 2019

چيچنیا کې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانيستل شو

چيچنیا کې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانيستل شو

په چيچنیا کې د اروپا تر ټولو ستر جومات نن د جمعې په ورځ د چيچنیا د مشر رمضان قديروف په مشرۍ پرانيستل شو.

د “فخر المسلمين یا د مسلمانانو ویاړ” په نوم جومات د چیچنیا په سهالي ښار کې په ۹،۷ زره متره مربع ساحه جوړ شوی چې په یوه وخت کې ۲۰ زره کسان يې په دننه او سل زره کسان يې بهر لمونځ ادا کولی شي.

دا جومات د اوسنۍ اسلامي معمارۍ ډالۍ ګڼل کیږي چې په خورا ښائسته ډيزائن جوړ او مرمرينې ډبرې پکې کارول شوي دي.

جومات ته د چیچنیا د مشر رمضان قديروف نوم هم ورکړل شوی دی.

احمد ظريف

Related posts