اکتوبر 15, 2019

لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه پــه ځانګړو مراسمو ولمانځل شـوه، په انځورونو کې

لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه پــه ځانګړو مراسمو ولمانځل شـوه، په انځورونو کې

د لوګرولایت د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو په سرپرستۍ د افغانستان د خپلواکۍ۱۰۰مه کلیزه ددې ولایت د مرکز د کمالخیلو په سیمه کې د دیني مدارسو او ښوونځیو د زده کونکو،  ښوونکو، علماوو او عامو خلکو لخـوا پــه ځانګړو مراسمو ولمانځل شـوه.

په غونډه کې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، روحانیونو، د مدارسو استاذانو، طالب العلمانو، دغه راز د ښونځيو زده کونکو، استاذانو او عامو ولسي وګړو پراخ ګډون کړی وو.

غونډه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون د ځايي مسئولینو ترڅنګ د نورو کمیسیونونو مسئولینو هم برخه اخيستې وه چې په خپل وار سره يې د هېواد د ازادۍ او د خپلو نیکونو زرین تاریخونه بیان کړل او نوي نسل ته یې هم د موجوده اشغال د اختتام په اړه ترغیب او تلقین ورکړ ترڅو دوی هم د خپلو اسلافو او نیکونو په څېر د اشغالګرو په وړاندې ودریږي او یو ځل بیا خپل هېواد ته ازادي واخلي.

دغه راز په غوڼده کې قاریانو په خپلو اوازونو ښکلي تلاوتونه وکړل او زده کونکو د هېواد د ازادۍ حماسوي ترانې، د دښمن په ضد مقالې، نظمونه او اشعار زمزمه کړل چې په ګډونوالو کې يې د ازادۍ غوښتنې او اشغال ضد ولوله نوره هم راپورته کړه.

 

Related posts