اکتوبر 15, 2019

د اشغال خاتمه؛ دولس لومړیتوب!!

د اشغال خاتمه؛ دولس لومړیتوب!!

د ورځي خبره:
اسلامي امارت د ولس له غیږې را پورته شوی او د ولس له لوري پالل شوی سوچه ولسي خوځښت دی چې په څه باندي دوو لسیزو کې یې ډیري تودې او سړې ګاللې، خو د دین او هیواد پر سر یې سودا ته زړه نه دی ښه کړی، تل یې له اسلامي مقدساتو، خپلو ارزښتونو او ملي منافعو په ټینګه دفاع کړې او په دې لاره کې یې مشرتابه هم بې حسابه قربانۍ ورکړې دي.
داسلامي امارت مجاهدینو که له يوې خوا د الله تعالی په نصرت او د خپل مجاهد ولس په ملاتړ د دین او وطن څخه د دفاع سنګرونه ټینګ ساتلي او د یرغلګرو او د دوی د ګوډاګیانو حملو ته يې کلک ځواب ورکړی؛ له بلې خوا يې پر دښمن د تهاجمي بریدونو په ترڅ کې ډېري سیمې له دښمن څخه تصفیه کړي او مثالي امنیت يې پکې ټینګ کړی دی.
دکابل رژیم مشران که ځانونه افغانان بولي؛ نور دي د یرغلګرو دګټو لپاره دافغان ولس د وژلو لړۍ ودروي، افغانستان کې دمیشتو وروڼو قومونو ترمنځ دي د دښمنۍ هڅې نه کوي، دوروڼو ترمنځ دي د عصبیت او بیلتون اور ته لمن نه وهي او واک دي اسلامي امارت ته پریږدي تر څو یو اسلامي، واحد او خپلواک حکومت جوړ کړي، داسي اسلامي حکومت چې خلګ ترې خوشحاله وي، سر، عزت،حیثیت او مال یې محفوظ وي.
یرغلګر نور باید خپلې سرټمبګۍ ته دوام ورنه کړي، له افغانستانه خپل عسکر وباسي او افغانان پریږدي چې په خپل هیواد کې د خپلې خوښې نظام جوړ کړي.
اسلامي امارت د خپلې خاورې، ارزښتونو او ملي منافعو ساتنې ته ژمن دی او تر هغو به یې روانه مبارزه جاري وي چې ورستی یرغلګر عسکر زموږ له پاکې خاورې وځي.
دافغان ولس تر ټولو لویه او لومړنۍ غوښتنه داده چې یرغلګر ځواکونه ژر تر ژره زموږ له هیواده ووځي او د افغان ولس د وژلو او کور نړولو لړۍ ودروي. موږ امریکا او اروپا ته دجګړې لپاره نه یو ورغلي،خو دالویدیځ دی چې زموږ هیوادیې اشغال کړی او اور یې پکې بل کړی دی.

Related posts