سپتمبر 20, 2019

پکتیکا، د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه پــه ځانګړو مراسمو ولمانځل شـوه ( انځوریز)

پکتیکا، د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه پــه ځانګړو مراسمو ولمانځل شـوه ( انځوریز)

د پکتیکا ولایت د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان د خپلواکۍ۱۰۰مه کلیزه ددې ولایت د چهاربران ولسوالي د عالیزو په عالي لیسه، د چهاربران د سپنه په عالي لیسه او په سروضه ولسوالۍ کې ولمانځل شوه چې د ګڼو ولسوالیو لکه اومنه، سروبي او ګومل څخه د دیني مدارسو او ښوونځیو زده کونکي،  ښوونکي، علماءکرام او عام خلک په دې لمانځغونډو کې د ګډون لپاره یادو سیمو ته راغلي وو.

په غونډو کې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، روحانیونو، د دیني مدارسو مسئولینو، استاذانو، طالب العلمانو، دغه راز د ښونځيو زده کونکو، پوهانو او عامو ولسي وګړو پراخ ګډون کړی وو.

غوڼدو ته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون د ځايي مسئولینو ترڅنګ د نورو کمیسیونونو مسئولینو ویناوې وکړې، ويناوالو د هېواد د ازادۍ او د خپلو نیکونو زرین تاریخونه بیان کړل او نوي نسل ته یې هم د موجوده اشغال د اختتام په اړه ترغیب او تلقین ورکړ ترڅو دوی هم د خپلو اسلافو او نیکونو په څېر د اشغالګرو په وړاندې ودریږي او یو ځل بیا خپل هېواد ته ازادي واخلي.

دغه راز په غوڼدو کې قاریانو په خپلو اوازونو ښکلي تلاوتونه وکړل او زده کونکو د هېواد د ازادۍ حماسوي ترانې، د دښمن په ضد مقالې، نظمونه او اشعار زمزمه کړل چې په ګډونوالو کې يې د ازادۍ غوښتنې او اشغال ضد ولوله نوره هم راپورته کړه.

غونډې د معارف مسئولینو له لورې په منظم ډول کنټرولیدلې چې سهار مهال پیل شوې او تر غرمې پورې یې دوام وکړ.

۲۰۱۹-۸-۲۲

 

Related posts