اکتوبر 15, 2019

لوګر: ازره کې د کوچیانو په کږدۍ بمبار ۱ شهید، ۶ ښځې او ماشومان ژوبل کړل

لوګر: ازره کې د کوچیانو په کږدۍ بمبار ۱ شهید، ۶ ښځې او ماشومان ژوبل کړل

تیره شپه د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند قاسم خیلو سیمه کې خارجي اشغالګرو د داخلي ګوډاګیانو په ملتیا چاپه ووهله، ګډو وحشیانو د یاد جنایت پر مهال د عامو کلیوالو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، خلک یې ډیر سخت وهلي، او قیمتي اجناس یي ټول چور کړي دي

د تلو پر مهال وحشي اشغالګرو د کوچیانو په یوه کیږدۍ بمبار کړی، ۱ سپینږیری یې شهید کړی او د ښځو په ګډون ۶ تنه ماشومان یې ژوبل کړي دي.

2019/8/22

Related posts