اکتوبر 15, 2019

 بلخ: چهاربولک کې د دښمن بیس فتحه ۴ ټانکونه تخریب، ۱۴ عسکر مړه او ژوبل شول

 بلخ: چهاربولک کې د دښمن بیس فتحه ۴ ټانکونه تخریب، ۱۴ عسکر مړه او ژوبل شول

 دالفتح عملیاتوپه دښمن ځپونکي بهیر کې پرون مجاهدینو د بلخ چهار بولک ولسوالۍ اړوند، خان اباد سیمه کې د عسکرو په بیس برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱۳ عسکر مړه او ژوبل شول.

تېره شپه له تیارې څخه په استفاده دښمن د مجاهدینو د بل برید له وېري یاد بیس تخلیه کړی او له یوه مخه تښتیدلي دي.

په فتحه شوي بیس کې ۱۰بکسې د دهشکې مرمۍ، ۸بکسې د ثقیل مرمۍ، ۳۰پیره د راکیټ مرمۍ، ۱۴ د کلاشنکوف له مرمیو ډک شاجوره ، ۱۲ د ایم شانزده له مرمیو ډک شاجورونه، ۱بکسه د کلاشنکوف مرمیۍ، ۱ غټه مخابره، ۲ سولر، ۲ بیټرۍ، ۱۰دانې لاسي بمونه او نور توکي د مجاهدینولاسته ورغللي دي.

 د شپې په اخیر کې په اصطلاح کمانډوعسکر یو ځل بیا فتحه شوي بیس ته راو ګرزیدل، خو نن سهار۶بجې مجاهدینو ورباندې کارنده بریدونه اوکمینونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ۴ کمانډویان قتل، ۲ نور ژوبل شول. همداراز د کمانډویانو ۱ ټانک هم وویشتل شو او یو بل هم تخریب شو او پکې ۴کمانډوعسکرووژل شول.

همداراز د خاص بلخ ولسوالۍ اړوند مرګین تپه سیمه کې په راغلو کمانډویانو هم د مجاهدینو لخوا کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۱ ټانک تخریب او یو بل تر ویشتلو وروستو د اور خوراک او پکې سپاره ۴ عسکر ژوبل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د دښمن ۲ نور بیسونه هم له ۲ اونیو راپه دیخوا د مجاهدینو تر کلکي محاصرې او بریدونو لاندې دي.

2019/8/21

Related posts