اکتوبر 22, 2019

د هیواد دخپلواکۍ ګټلو ویاړلې، حیاتي کارنامه !!

د هیواد دخپلواکۍ ګټلو ویاړلې، حیاتي کارنامه !!

بشیر سمسور:

له نن څخه پوره سل کاله وړاندې یعنې د ۱۲۹۸ لمريز کال د زمري په ۲۸مه نیټه میړنیو افغانانو د توري او جهاد په برکت له انګریزي استعمار نه د هیواد ازادي ترلاسه کړه، هغه مهال د افغانستان د پاچاهي تاج د امان الله خان په سر وو، نوموړي پر یاده نیټه د اوسني پاکستان په راولپینډۍ ښار کې  له انګریزانو سره دافغانستان دازادۍ ترلاسه کولو تاریخي تړون لاسلیک کړ اوهغه تور او کرکجن سند چې انګریزانو جبراً دافغانستان دسیاسي استقلال د سلبولو په اړه په یعقوب خان، عبدالرحمان خان اوپه ۱۹۰۵ز کې د ده(امان الله خان) په پلار(حبیب الله خان) باندې لاسلیک کړی و لغوه اعلان کړ.

له امان الله خان څخه وړاندي د هغه د پلار امیرحبیب الله خان او د نیکه امیرعبد الرحمان په دورکې  انګریزانو سره د تړونونو او لوظنامو په ترڅ کې افغانستان سیاسي استقلال او ازادي سلب اوله لاسه ورکړې وه ، هغوی د انګریزانو په فشار نه یواځي د چترال، وزیرستان،چاغي، چمن، پشین پاړاچنار او کرمې سیمې انګریزانو ته وسپارلې بلکې په ۱۹۰۵ ز کې حبیب الله خان د یولک شپیته زره پونډه په بدل کې  د افغانستان د خارجي سیاست واک هم په انګریزانو باندې وپلوره، لغمان کې دحبیب الله خان دقتل وروسته چې کله امان الله خان پاچا شو،هغه علماوو، روحانیونو اومجاهدینو دې ته اړکړ چې د انګریز نه د بغاوت اعلان وکړي اوهم پرضد یې جهاد اعلان کړي، هغه و چې امان الله  دخپل ملت په فشار او استازیتوب د نړۍ په هیوادونو غږ وکړ چې دنن وروسته افغانستان دانګریزانو غلام هیواد نه؛ بلکې خپلواک او ازاد مسلمان هیواد دی ،نړیوال باید خپلواکي ومني او د احترام په نظر دي ورته وګوري، په دې لړکې امان الله  دخپل پلارحبیب الله لخوا په انګریزانو باندي د افغانستان دبهرنیو چارو دواک پلورلو د سند هغه نقل چې افغانستان ته سپارل شوی وڅیرې کړ.

 دلته د یادونې وړ ده چې د راولپنډۍ تړون  ته انګریزانو په اسانه غاړه کېنښوده،کله چې امان الله خان  واک ته د رسیدو وروسته د علماؤ اومجاهدینو په فشارد افغانستان خپلواکې اعلان کړه  او د انګریزانو لخوا دنه منلو په صورت کې یې دهغوی په خلاف جهاد اعلان کړ، انګریزانو د افغانستان خپلواکې ونه منله او په افغانستان یې حمله وکړه اوجنګ شروع شو،په جنګ ګې افغانانو پرمختګ وکړ او له انګریزانو څخه یې د کرمې په ګډون د ټل شاوخوا سیمې ونیولې، په دې سره انګریزان دې ته اړشول چې د جګړې د ودرولو وړاندیز یې وکړ افغانانو په دې شرط جګړه ودروله چې انګریزان به رسما د افغانستان ازادي مني او د هغه تور سند چې دافغانانو د سیاسي ازادي سلبولو په موخه ګندمک کې یې په یعقوب خان او وروسته په عبد الرحمان خان،اوحبیب الله خان باندي دفشار په نتیجه کې لاسلیک کړی لغوه ګرځوي، وروسته هم داسې وشول د۱۲۹۸ل کال په ۲۸مه نیټه امان الله خان راولپینډۍ ته سفر وکړ اوهلته یې د افغانستان د سیاسي استقلال سند لاسلیک کړ اوبیا راغی دپلازمیني کابل په زرنګارماڼۍ کې یې د افغانستان ازادي رسما اعلان کړه او په دې موخه ورغوښتل شویو افغان مشرانو، علماوو او مجاهدینو ته یې په وینا کې وویل: درنو هیوادوالو! تاسو ته به په زړه وي چې ما کله د سلطنت تاج په سر ایښودو،هغه مهال مې له تاسو سره د افغانستان د داخلي اوبهرني استقلال  د ترلاسه کولو ژمنه کړې وه او نن د خدای پاک شکراداء کوم چې خپل دې ستر هدف ته ورسیدم او دا دی تردې شیبو، ترکیې، جرمني، روسیې، اتریش، او د بخارا حکومتونو زموږ خپلواکي رسماُ ومنله چې له امله یې زه ټول ملت ته مبارکې وایم!

له شک پرته د افغانستان د سیاسي استقلال ترلاسه کول یوه حیاتي کارنامه او لاسته راوړنه وه  او ده؛چې په دې لړکې د یو چا په ستایلو د بخل نه کار اخیستل به مناسب عمل نه وي ، ځکه ازادي د خدای تعالی یو ډیر ګرانبیه نعمت او ګوهردی چې په اسانه نه موندل کېږي؛ دډیرولویوقربانیو اوسرښندنو وروسته ملتونوته په نصیب کېږي،نو له دې امله زموږ دهیواد دهغه مهال اسلاف، مجاهدین، علماء اورهبران دشابسي وړدي،چې  له انګریزانوڅخه یې ازادي ترلاسه کړه، او د زادۍ په سر یې د انګریزانو سره د پخوانیو پاچایانو اوچارواکو په څېرکومه معامله ونکړه، او دا آزادي په داسي محیط کې تر لاسه کړه چې هغه مهال نه یواځي داسلامي نړۍ  په حدودو کې بلکې په ټوله اسیا او افریقا کې ډیر کم هیوادونه او ولسونه داسې وو چې هغوی دزادۍ له نعمت څخه برخمن وو، موجوده هند، بنګال او پاکستان د ریواړو د انګیریزي ښکېلاک تر بیرغ لاندې ساه اخیسته؛ چینایان هم خپلواک او ازاد نه وو د پرلپسې خونړیو انقلابونو او پاڅونونو په وجه پخپلمنځي جنګونو کې ښکېل وو،په ورته شکل روسیه هم کورنیو جګړوله پښو غورځولې وه.

او که خبره د اسلامي هیوادنو وکړو نو په اسلامي نړۍ کې یوازي ترکیې نیمه ازادي درلوده خو هغه هم دغه مهال مخامخ د لومړي نړیوال جنګ تر بریدونو لاندې وه اوهم فکراً او ذهناً دغرب قالب ته لویدلې وه او پکې د تش په نامه عثماني خلافت ساه په ختو وه، عربي خلیج کې دسعود کورنۍ او د شریف حسین هاشمي کورنۍ ترمنځو اخ وډب روان وو، ایران هم پوره ازادي نه درلوده ، قاچاري واکمني دلویدیځ ګواښونو او فشارونو لړزوله، په داسې یو چاپیریال کې د افغانانو لپاره ازادي ترلاسه کول رښتیا هم وړه اوکومه عادي کارنامه نه وه، افغانانو د ازادۍ په ګټلو ځانته د نړیوالو پام وګرځاوه او حتی د نړۍ محکومو اولسونو لپاره د انګریزي استعمار نه د ازادۍ ترلاسه کولو او نجات موندلو قبله افغانستان او افغان ولس شو؛  د افغانانو د ازادۍ ګټلو په برکت سره دهند، بنګال اوپاکستان په محکومو پرګنو اوخلګو کې دازادۍ احساس په څپو راغی، په ایرانیانو کې هم د ازادۍ ولولې ژوندۍ  شوې ، په خاصه توګه هند کې د افغانستان د ازادۍ غږ په خورا تود هرکلي بدرګه شو او هغوی د افغانستان ازادي دهند ازادۍ پیلامه او مقدمه وګڼله؛ په همدې احساس او برداشت سره پاچا امان الله ته د مشرق د لوی شاعر علامه اقبال لخوا د خلوص نه ډکې پیرزوینې وړاندې شوې، تر دې چې نوموړي خپله شعري مجموعه[پیام مشرق]د امان الله خان په نوم معنوَنه کړه اوپه دې وجه چې هغه په ۱۹۱۹ ز کې د وخت سپر پاور [برتانیې] ټول غرور له خاورو سره خاورې کړی و او د افغانستان ازادي یې ترلاسه او د برتانیې ټول شان و شوکت دفن کړی و، یوځل ډاکټر عبد الله چغتائي د علامه اقبال نه د پیام مشرق د انتساب په اړه پوښتنه وکړه چې ولې یې د امان الله خان نوم ته منسوب کړی؟ په ځواب کې یې علامه اقبال وویل:ما غوښتل دا کتاب( پیام مشرق) یو ازاد او مسلمان پا چاته منسوب کړم، په دې لړکې د امیر امان الله نه علاوه د بل پاچا نوم راته په دې معیار پوره ښکاره نشو.

بیشکه امان الله خان چې د کومو خلکو په مټ دا هرڅه تر لاسه کړل، هغوی ددې هیوادبانفوذه علماء، روحانیون اومجاهدین وو چې د هغوی د قربانیو او فداکاریو په برکت د برتانیې د تاج ټول غرور خاوري شو، خو کله چې امان الله واک ته ورسید او پوی شو چې اوس یې د واک په وړاندي بل څوک خنډ او مانع نشي پیدا کېدلی ، نو د علماوو په ځای یې له ازاد خیالانو سره خپلي اړیکي وغځولې، او د هغوی په سلاوو اومشورو یې د اصلاحاتو په نوم دغربي کلتور او دودونو رایجولوته ملاوتړله، چې دا د نوموړي تر ټولولویه اشتباه اوتېروتنه وه، په دې سره ترې علماء، روحانیون او مجاهدین خوابدي شول ، آن تردې چې نوبت دهغه اوعلماوو ترمنځ ټکرته ورسید، اوپردې علاوه چې کله اروپا ته په رسمي سفر لاړ، هلته انګریزانویې ماغزه داسې ووینځل چې بیرته یې تش کالبوت راواستاوه، په دې سره  یې ډیر ژر په افغاني ټولنه کې خپل پراخ مقبولیت اوشهرت له لاسه ورکړ، تردې پورې چې هغه داروپا په اوږده دوره تللی وو دلته یې پر ضدپاڅونونه پیل شول چې له امله یې افغانستان د کورنۍ جګړې ښکارشو.

هو! دا څرګندحقیقت دی چې ازادي یوبې جوړې نعمت دی، له نېکه مرغه چې دازادۍ سره مینه او دوطن سره مینه دغیوروافغانانوپه رګونوکې موجونه وهې همدا وجه ده چې ترننه دنړۍ یوزبرځواک هم ونکړای شول چې افغانان له ازادۍ څخه کینوي، دې لړکې افغانان دومره شانداره ماضي لري چې پرې دهغوی دښمنان هم اعتراف لري، چاچې په افغانستان یرغل کړی دی افغانانوهغه بیرته په تېښته مجبورکړي دي، که هغه دچنګیز لخوا یرغل و افغانان یې په وړاندې پورته شوي او ورسره مقابله یې کړې، که ایراني نادرپرې یرغل کړی، افغانانویې ژامې ور ماتې کړي اونه یواځي دهغه له شر څخه یې افغانستان اوافغانانو ته نجات ورکړ بلکې دهند نیمه وچه یې هم دهغه له وحشتونو وژغورله، هم دا وجه وه چې دنادرشاه ځواکونوته دافغانانولخوا په شکست ورکولوعلامه اقبال افغانان ستایلي اوهغوځوانانوته کومو چې نادرمات کړ دمحبت نه ډکې پیرزوینې وړاندې کړې، له هغه وروسته دانګریزي لښکروشړل، دشوروي اتحاد سرو لښکرو ته شکست  ورکول،هغه   تاریخي کارنامې دي چې دافغانانوپرته یې بل څوک ویاړنلري اونن دادی امریکایي یرغل هم دشکست اوزوال په څنډه ولاړ دی، اوله افغانستانه دخپلې شرمنده تیښتې لپاره بهانې اوحیلې تراشي.

وروستۍ خبره:

 مؤرخین په دې خبره اتفاق لري چې افغان ولس دجنګ له لارې چانه دی څملولی، په دې وجه هغوی افغانستان [ داسلام اوزادۍ  په کلا] نومولی، له سکندراعظم، چنګیز، نادر، انګریزانواو شورویانونیولې ترنننۍ امریکاټولو پخپل ، پخپل وخت کې کوښښ کړی چې دځینوپلمو اوبهانوپه جوړولو سره افغانان وځپي اوخپل واک منلوته یې اړکړي خولله الحمد هر یرغلګر ته افغانانو دهغه  د سرپه کوپړۍ کې اوبه ورکړي اوهډوکي یې دلته خاورې شوې په افغان خاوره يې بری نه دی موندلی امریکا چې دیوولسم ستمبر وروسته په کوم کبر وغرور په بیچاره افغانانووحشیانه یرغل وکړ اوکوم وحشتونه اوظلمونه یې پرې وکړل هغه ټول په تاریخ کې ساری نلري  امّا په وړاندې یې دمیړني افغان ولس میړانه، شهامت او قرباني هم په نړۍ کې ساری نلري چې نن یې امریکاته دې ته  مجبوره کړه چې دجګړې په ډګرکې خپل افغاني اجیران پریږدي او نن دی که سبا دتیښتې لاربه نیسي او اجیران به تورمخونه خوشي کړي.

Related posts