سپتمبر 20, 2019

استخباراتي حضور څه مانا…!؟

استخباراتي حضور څه مانا…!؟

  د ورځي خبره :

امریکايي ولسمشر ټرمپ پرون د امریکا په نیو جرسي ایالت کې خبریالانو ته وویل « له طالبانو سره مو خبري ښې رواني دي، ده وویل، موږ غواړو په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کم کړو خو په دې هیواد کې به مو استخباراتي حضور پر خپل ځای پاتې وي.

 د امریکايي مشر له دې خبرو نه څرګندیږي چې هغوی اوس هم افغانستان ته د امریکا د یو ایالت په سترګه ګوري، څرنګه پریکړې او څرګندوني چې د خپل یو ایالت په اړه څوک کوي؛ دوی همغسي څرګندوني د افغانستان په اړه کوي، ګویا له افغانستانه د ځواکونو ایستل، پاتي کیدل، زیاتیدل او یا کمول یې اوس هم د خپلي خوښي چاره ده. لکه په دې اړه چي د مذاکراتو له جریان نه ناخبره وي اویا ورته بې ارزښته ښکاري.

حقیقت دا دی چې دا پوره دوې لسیزي امریکا په افغانستان کې خپل ټول وحشت وازمایه، خو ونه توانیدل چې خپل استعماري فکر او طرحې په آرامه عملي کړای شي، د هري ورځي په تیریدو یې د عسکرو تابوته ور روان وو، او دي، د همدې وخیم حالت پایله وه چې بالاخره یې د مصالحې لاره غوره وبلله.

اوس چې مذاکراتي پروسه جریان لري، هغه صرف په همدې خاطر ده چې باید امریکایی یرغلګر زموږ له هیواده ووځي. هغوی که په هره بڼه کې وي؛ باید چې له افغانستانه خپلي پښي سپکي کړي، دلته څوک نه د دوی پوځي حضور منلو ته تیار دی او نه یې استخباراتي او یا بل غرضی حضور…

خو همدا استخباراتي حضور دی چې د صفریک، و ۲، و۳، و ضربتیان، کمپاین، و داعش، پلان او پلان … په نامه یې داړه ماري ملیشې رامنځ ته کړې، د امریکایانو پخپل اعتراف چې د سی آی ایې په قومنده شپه او ورځ افغان ولس ورباندي وژني، تعذیبوي او توهینوي یې.

که څه هم د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندوني، د بل هر وخت په پرتله د ده له نورو اظهاراتو سره ښکاره توپیر لري، ښایی د خپلو هغو مخالفینو چې د ده د جنګ پریښودني تګلاري مخالف دي، او یا په افغانستان کې د خپلو ګوډاګیانو د کاذبي تسلي لپاره یې دا ډول څرګندوني کړي وي او یا یې له استخباراتي حضور نه هغه حضور مراد وي چي د دنیا هر هیواد په ټوله نړۍ خصوصا دعلاقي وړ هیوادونو کي دځان په ګټه او تاوان جریانات څاری،حتی د ډیرو هیوادو سفیران، موسسات،لوبغاړي او تجاران داستخباراتو دندي پرمخ وړي .

خو په هرصورت په افغانستان کې د بهرنیانو په هر شکل پاتي کیدلو په اړه د افغان ولس موقف هغه دی چې اسلامي امارت په ځلونو واضح کړی او د مذاکراتي میز پرسر یې بیان کړی او بالاخیره یې په مقابل لوري په تحریري ډول منلی چې،له دیپلوماتیک حضور نه ماسیوا نور هرډول حضور په هیڅ نوع ورته د منلو نه دی له عسکره تر قرار دادي به ټول وزي.  په همدې هیله افغان ولس انتظار باسي چې ډېر ژرخپل وطن له یرغلګرو په کلي توګه آزاد او خپلواک وګوري.

نو پکار ده چې امریکایی چارواکي خصوصاً ټرمپ باید په ناسمو څرګندونو مذاکراتي پروسه داغداره نکړي.

پای …………!

Related posts