نوومبر 22, 2019

له انګریزي استعماره د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له انګریزي استعماره د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

پوره سل کاله وړاندې ( ۱۲۹۸هـ ش، داسد په ۲۸مه) افغان متدین او مجاهد ولس له انګریزي ښکېلاک څخه د ګران هیواد افغانستان خپلواکي وګټله او برتانوي استعمار یې اړ کړ چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژني. افغان مجاهد ولس د علماء کرامو او روحانیونو په فتوی او رهبري کې اتیا کاله د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهاد او د خپلواکۍ مبارزه وکړه او درې واره یې یرغلګر انګریزان مات او له خپل ویاړلي ټاټوبي څخه وشړل.
د انګریزي ښکیلاک په وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کیدونکې مبارزه نه یوازې د افغانستان د خپلواکۍ سبب شوه؛ بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې ټولو محکومو او استعمارځپلو اولسونو ته دازادۍ او مبارزې روحیه تلقین کړه.
تر دې چې د نړیوال غربي استعمار په وړاندې مسلحو قیامونو زور واخیست چې په پای کې همدغه قیامونه د محکومو ملتونو په آزادۍ منتج شول.
زموږ د نیکونو د هماغه یوه پیړۍ پخوا جهادي کارنامو او استقلال ګټلو برکت دی چې زموږ ملت په امتیازي ډول خپلو دیني او افغاني ارزښتونو ته ژمن پاته دی، خپله عقیده، خپل فکر، خپل فرهنګ، خپله ژبه او ټول معنوي ارزښتونه یې ژوندي دي، په داسې حال کې چې ډیری استعمار ځپلې ټولنې له خپلو ارزښتونو پردۍ شوې او د استعمارګرو رنګ یې اخیستی دی.
زموږ مجاهدو اسلافو که په نولسمه او شلمه پیړۍ کې د انګریز او شوروي استعمار پر ضد جهاد وکړ او په دې لاره کې یې ډيرې قربانۍ ورکړې؛ اوس هم اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت او د خپل مؤمن اولس په ملاتړ په یوویشتمه میلادي پیړۍ کې د امریکایانو او ورسره ملګرو یرغلګرو پر ضد د جهاد سنګر ګرم ساتي او د سر تاسري ملي پاڅون رهبري کوي.
اوسنیو یرغلګرو ته وایو چې تاسي له څه کم دوو لسیزو زور ازمایلو، ډول ډول حربو کارولو، کورونو، فصلونو او اجتماعي مرکزونو له ورانولو، له افغانانو نه له ګوانتانامو تر باګرامه اونورو پټو او ښکاره زندانونو له ډکولو سره سره نه یوازي داچې د ځان په وړاندې مو د افغان غیور او مسلمان ملت جهادي پاڅون خاموش نه کړای شوای؛ بلکې ورځ تر بلې مو د واک ساحه محدودیږي او په لویو ښارونو کې د سمینټي دېوالونو شاته پناه وړئ، نو غوره داده چې نور افغانستان افغانانو ته پریږدئ او د امپراطوریو د دې هدیرې له تیر تاریخ څخه عبرت واخلئ.
له نیکه مرغه د اوسنیو یرغلګرو پر ضد د اسلامي امارت په مشري روان جهاد اتلس کاله وروسته هغه پړاو ته ورسید چې یرغلګر جهت د خپلو پاته پوځیانو د وتلو تابیا نیسي.
اسلامي امارت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د رارسیدو له امله ټول مجاهد ولس ته مبارکي وړاندې کوي او ویاړي چې د خپلو اسلافو په پیروي د امریکایي استعمار پر ضد د جهاد او مبارزې مشري کوي او ملت یې تر شا ولاړ دی.
د روان جهاد له برکته هغه ورځ را نژدې ده چې اوسني اشغالګر هم د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر په ټولیزه توګه له ګران هیواده ووځي او افغان مسلمان ملت لکه د یوه پيړۍ پخوا په څير یو وار بیا د استقلال د اعادې او عزت توغ پورته کړي. ان شا ءالله تعالی! وما ذلک علی الله بعزیز

د افغانستان اسلامي امارت
۱۸/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/19م

Related posts