نوومبر 22, 2019

د استقلال ۱۰۰مه کلیزه څوک تجلیل او ولمانځي؟

د استقلال ۱۰۰مه کلیزه څوک تجلیل او ولمانځي؟

د ورځي خبره : 

د ناټو، امریکا او انګریزانو په مټو او زور راغلی او ولاړ ګوډاګی رژیم د هیواد د استقلال ۱۰۰مه کلیزه په داسې شرایطو کې لمانځي چې په هیواد کې زرګونه خارجي اشغالګر عسکر موجود دي او د افغانستان ځمکه او فضاء یې د خپلې قاتلې ټکنالوجۍ په وسیله سره بټۍ ګرځولي ده.

د انګریزانو او امریکایانو غلامان له یوه لوري په جهر او صراحت وایی: که د امریکا او غرب پوځي او اقتصادي مرستې ورباندي قطع او مستقیم حضور یې ورڅخه والوځي نو د یوې میاشتې لپاره یې هم رژیم دچلیدو او مزدوره اردو یې د ژوندۍ پاته کیدو چانس نلري، خو چې کله د هیواد د استقلال لمانځلو وخت او مناسبت را ورسیږي؛ بیا تر ټولو دوی داستقلال تجلیل ته برګ اتڼونه کوي او ځانونه یې حقداران بولي.
له ۱۹ کلنې برحقې مبارزې او د استقلال ګټلو له تاریخ سازي معرکې وروسته اسلامي امارت امریکایان دېته چمتو کړي چې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي او د افغانانو استقلال او ارزښتونو ته درناوی وکړي ، خو د کابل رژیم په خپل ټول قوت هڅه کوي تر څو خارجي اشغال پایته و نه رسیږي، یرغلګر عسکر له افغانستان څخه و نه وځي او هیواد ته یوه دایمي سوله او تلپاتي کراري منځته را نشي!
د حیرت ځای خو دادی چې نارې داستقلال ګټلو کوي ولې په مراسمو کې دانګریزانو په خلاف یوه ستوغه خبره او د اتلولی يو شعار هم نشي ویل کیدای!
دا به څه ډول د استقلال تجلیل وي چې الله پاک ته د شکرونو او عذرونو په ځای بین المللي رقاصې او رقاصان  په کابل او نورو ښارونو کې د رقص او ګډا د کانسرتونو په جوړولو سره د افغان ولس د دیني او ملي غرور جنازه باسي؟
له شک پرته  د استقلال  تجلیلول د هغو افغانانو حق دی چې د استقلال په اصلي روح او مفهوم پوهیږي او د خپلواکۍ ګټلو مینه اوجذبه ولري.
استقلال تجلیلول د هغو افغانانو سره زیب او خوند کوي چې اوس هم له انګریزانو سره دزړه له تله کرکه او نفرت لري او دا هوډ اوعزم یې په رګونو کې چلیږي چې د خپلو مجاهدو اسلافو په نقش قدم به ځي او د خپل هیواد له حریم او حرمت څخه به د سر په بیه دفاع او ساتنه کوي او د خپلې خاورې او ملي نوامیسو د دفاع او ساتنې په خاطر د امریکا او انګریز اشغالګر پوځیان په ټنډه ټنده ولي.
له دغه هوډ او ارادې پرته که څوک داستقلال دعوه لري او د تجلیل حق ځانته ورکوي دا به د زمري  د ۲۸ ورځې  د غازیانو، مجاهدینو او فاتحینو له روح او تاریخ سره جفا او ستره غداري وي .
له متعال رب جل جلاله څخه تمنا او غوښتنه لرو په څه ډول چې يې د انګریزانو په مقابل کې زموږ د نیکونو او ننګیالیو اسلافو نصرت او مرسته کړې وه؛ همداسې دي د اوسنیو انګریزانو، امریکایانو او د هغوی د غلامانو په وړاندې هم د مجاهدو افغانانو مټي نورې هم غښتلي او پیاوړي کړي تر څو مبینه فتحه يې نصيب او نور د افغانستان پاکه خاوره له یرغلګرو او د یرغلګرو له ګوډاګیانو څخه د تل لپاره آزاده او د امن او سوکالۍ ځانګو يې وګرځوي. آمین

Related posts