نوومبر 21, 2019

د هیواد د ستر ديني عالم مولوي سدوزي آغا صاحب د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسليت پیغام

د هیواد د ستر ديني عالم مولوي سدوزي آغا صاحب د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسليت پیغام

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد ستر ديني عالم او جهادي شخصیت مولوي سدوزوی آغا صاحب د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو. انالله واناالیه راجعون
اسلامي امارت د نوموړي وفات افغان مسلمان او مجاهد ملت ته ستره ضائعه بولي، د آغا صاحب کورنۍ، شاګردانو او ټولو متعلقینو ته يې په اړه د زړه له کومې تسلیت وايي.
مرحوم آغا صاحب په تېر او اوسني جهاد کې خورا ستر رول لوبولی، د ده مرحوم کورنۍ او شاګردانو د جهاد په دورانونو کې سترې کارنامې پرې ايښې او خورا ښه خدمتونه يې ترسره کړي چې دا د جناب مرحوم آغاصاحب د تربيې او روزنې مثبت اثرات وو.
له الله تعالی څخه مرحوم مولوي سدوزي آغا صاحب ته جنة الفردوس، کورنۍ او متعلقینو ته يې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.
اللهم طيب ثراه و أكرم مثواه واجعل الجنة مستقره و مأواه! آمين یا رب العالمین.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۷/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۲۷/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/18م

Related posts