سپتمبر 20, 2019

د اسلامي امارت واکمني لویه نیکمرغي

د اسلامي امارت واکمني لویه نیکمرغي

د ورځي خبره :

اسلامي امارت د ولس له منځه را پورته شوی، دافغانستان او افغان ولس ډير ارزښتونه او ګټې یې ساتلي، هیواد او ولس یې د پردیو یرغلګرو او خپلو نمک حرامه بچیانو له شر، دهشت او خورا بدو عزائمو ژغورلي،داسلامي امارت پر دین او وطن مینو مجاهدینو دخپلو پاکو وینو په مټ او برکت افغان ولس او ګران هیواد ته دمعنوي ترقۍ ترڅنګ مادي پرمختګ هم ورکړی دی.

   افغانستان او افغان ولس ته  داسلامي امارت له لوري دمشت نمونه ای خروار په توګه څو هغه ښېګڼې او لاسته راوړنې ذکر کوو چې دښمن هم اعتراف ورباندې کوي.

اسلامي امارت دشر او فساد واکمنې له منځه یووړه

حاکمه انارشي یې ختمه کړه

ملوک الطوائیفي یې محوه کړه

هیواد یې له تجزیې وژغوره

ارضي تمامیت یې وساته

استقلال یې اعاده کړ

تعلیم یې پراخ او پیاوړی کړ، زرګونه مدرسې او ښوونځي یې تأسیس او فعال کړل

فساد او فحشاء یې جارو کړل

اسلامي امارت په ګران هیواد کې دمجاهد ولس ارمان اسلامي نظام  حاکم کړ

سرتاسري او مثالي امنیت یې تأمین کړ

عدالت یې تطبیق کړ

مرکزي حاکمیت یې رامنځته کړ

د ټاپي پروژې له دخیلو جهتونو سره یې  بنسټیز  توافقات لاسلیک کړل

لويي  لاري یې قیر، ترمیم او بیا ورغولې

دولتي ادارې یې فعالې او تعمیر کړې

اوسني بانک نوټونه چې د کرزي رژیم کې مروج شول، اسلامي امارت ډیزاین او چاپ کړي وو

قومي، سمتي، ژبني او نژادي تعصبونه چې ټوپکسالارۍ کې او ج ته رسیدلي وو، اسلامي امارت محوه او پر ځای یې خپلمنځي ورورګلوي خپره کړه.

که د تعصب عینکې له سترګو لیري شي او منصفانه قضاوت ته غوږ ونیول شي، نو هیڅ یو حکومت او تنظیم افغانستان او افغان ولس ته داسلامي امارت په شان ښېګڼې او پرمختګ نه دی ورکړی،ځیني څېرې او جهتونه چې دیرغلګرو د توپ،ټانګ او ډالرو په مټ واک ته رسیدلي، داسلامي امارت له واکمنۍ ډاریږي، غواړي چې په پوچو خبرو او ماشومانه څرګندونو داسلامي امارت او ولس تر منځ درز ایجاد کړي او له همدې لارې خپله بلواکه اوقاتله واکمني د څه وخت لپاره نوره هم وغځوي.

اسلامي امارت د ګران هیواد او مظلوم ولس خپلواکي، ښېرازي او سوکالي خپل لومړیتوب ګڼي، دې لار کې یې ډيرې قربانۍ ورکړې او تر هغو به خپله مبارزه جاري ساتي چې هیواد مو خپلواک او اسلامي نظام پکې نافذ شي، داسلامي نظام په نفاذ کې د معنویت د پیاوړتیا سربیره بې حسابه مادي ګټې او پرمختګونه نغښتي دي، پورته ذکر شوې لاسته راوړنې یې څو بېلګې دي.

Related posts