اکتوبر 15, 2019

له انګریزي ښکیلاکه د استقلال سلمه کلیزه

له انګریزي ښکیلاکه د استقلال سلمه کلیزه

د اونۍ تبصره: 
د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۸ نیټه له انګریزي ښکیلاکه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو سل کاله پوره کیږي. پوره یوه پیړۍ وړاندې زموږ مؤمنو او مجاهدو اسلافو د اوږدو مبارزو په پایله کې له انګریزي استعمار څخه خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول افغانستان د نړۍ هغه هیواد شو چې نورو محکومو اولسونو ته یې له غربي استعمارګرو د خپلواکۍ ګټلو الهام وباښه.
خپلواکي یا سیاسي استقلال د هر ملت منل شوی حق دی. یو اولس هغه وخت د سیالانو سیال ګڼل کیږي چې سیاسي خود ارادیت ولري. که څه هم په اوسنۍ نړۍ کې ځینې خلک یوازې د مادي ګټو په تلاش کې دي او د استقلال، حریت او خپلواک حاکمیت په شان معنوي ارزښتونو ته ډيره اعتناء نه کوي. اما واقعیت دا دی چې د انساني ټولنې او افرادو تر ټولو ستره شتمني معنوي ارزښتونه دي. همدا معنوي اقدار دي چې انسان ته یې له نورو ژوندیو موجوداتو امتیاز ورکړی، کنه په مادي لحاظ ښایي انسان تر نورو انواعو کومه برتري ونلري.
زموږ مسلمان ملت چې په مادي لحاظ د مسلسلو بهرنیو تهاجمونو له امله تر نورو اولسونو شاته پاته دی. اما د معنوي شتمنۍ ذخیره یې خورا غني او د افتخار وړ ده. زموږ ملت نه یوازې له انګریزي ښکیلاکه د خپلواکۍ په اخیستلو کې د تقدم کارنامه لري. بلکې په شلمه پیړۍ کې د شوروي اتحاد د لړزولو او د کمونیزم له زولنو د آزادۍ افتخار هم د دې ملت په تاریخ کې ثبت دی او دا دی په یوویشتمه پیړۍ کې یې له امریکایي ښکیلاکه د خپلواکۍ ګټلو حماسه د تکمیل په حال کې ده.
اوس چې له انګریزي ښکیلاکه د خپلواکۍ اخیستلو سل کاله پوره کیږي، له دې فرصت نه په استفاده باید زموږ د ملت ځوان نسل د خپلو مجاهدو اسلافو تاریخ په دقت سره مطالعه کړي. تر څو په دې پوه شي چې استقلال یو خورا ارزښتمن نعمت دی چې د ترلاسه کولو لپاره یې زموږ اسلافو د انګریزي ښکیلاک په وړاندې خورا اوږدې مبارزې کړي دي. او دا چې نن یو ځل بیا د مؤمن ملت غیرتي زامنو خپل سرونه د قربانۍ میدان ته وړاندې کړي، دوی په دې پوهیږي چې یو مسلمان ملت یوازې هغه وخت د عزت ژوند کولای شي چې خپلواک وي او د کفري ښکیلاک له اثراتو خوندي وي.
زموږ ځوانان باید په دې هم پوه شي، چې اوسنی وضعیت کټ مټ د سل کاله پخوا حالاتو تکرار دی، یو ځل بیا هماغسې اشغالګر زموږ په هیواد راغلي، زموږ استقلال او ځمکنی تمامیت یي سلب کړی، د شاشجاع په شان خپل ګوډاګیان یې په اولس تحمیل کړي او زموږ د هیواد ټولې چارې یې په خپل کنترول کې اخیستې دي. یوازینی فرق یوازې د نومونو او څیرو دی اوبس.
د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې د پرون په څیر نن ورځ هم د استقلال ګټل یو ځل بیا في سبیل الله جهاد او د اولسي قیام ملاتړ ته ضرورت لري. د افغان د مجاهد اولس ټول اقشار باید خپله ایماني او وجداني وظیفه ترسره کړي. په ټول توان او اخلاص باید د مجاهدینو تر څنګ ودریږي. د استقلال بخښونکې جهادي مبارزې حمایت وکړي. تر څو د الله تعالی په نصرت او د مجاهدینو د قربانیو په برکت مو اشغالګر له هیواد ورک او سرلوړی ملت مو د رښتیني آزادۍ څخه برخمن شي.
په همدې هیله

Related posts