سپتمبر 20, 2019

د بندیانو چارو کمېسيون لخوا د کابل ادارې په زندانونو کي له بنديانو او د دوی له کورنيو سره مرسته وشوه

د بندیانو چارو کمېسيون لخوا د کابل ادارې په زندانونو کي له بنديانو او د دوی له کورنيو سره مرسته وشوه

د اسلامي امارت لخوا د ديني وجيبې او انساني خواخوږۍ پر اساس د هيواد تر ټولو مظلوم قشر بنديانو سره مرسته وشوه ، د لوی اختر د قربانيو د غوښو دغه مرسته د بنديانو چارو کمېسيون لخوا تنظيم او مستحقينو ته ورسول شول .
ددې لپاره چي د اختر د قربانيو غوښي په منظم ډول مستحقو کسانو ته ورسېږي ؛ د بنديانو چارو کمېسيون مستحقين پر دريو کټګوريو ووېشل :
لومړی– په زندانونو کي موجود بنديان : د هيواد د مرکزي زندان پلچرخي په ګډون د ولاياتو په محابسو کي موجودو بنديانو ته د قربانيو مناسبه اندازه غوښي ور رسېدلي چي د نمونې په ډول د مرکزي زندان پلچرخي ، کندهار، هلمند ، هرات ، فراه او جلال آباد زندانونه يادولای سو ، په دغو زندانونو کي بنديانو ته د « ۵۲ » رأسه غوايانو او « ۱۲۲ » رأسه پسونو غوښي رسېدلي دي ، ددې تر څنګ د نورو ولايتي زندانونو بنديانو ته هم مناسبه اندازه غوښي رسېدلي دي.
دوهم– د متوفي بنديانو کورنۍ : د هغو بنديانو کورنيو ته چي په زندانونو کي يې خپل ژوند له لاسه ورکړی ؛ د قربانيو غوښي په مناسبه اندازه و رسول شوې ، دغه ډول اکثرو کورنيو ته پر کورنۍ يو پسه ورکړل شو.
دريم – د هغو بنديانو کورنۍ چي بېوزله او بې سرپرسته دي : د هغو بنديانو کورنيو ته چي په سرپرستۍ کي يې نارینه بالغ شخص نه وو مناسبه اندازه د قربانيو غوښي و رسول شوې ، دغه کورنۍ چي شمېر يې سلګونو ته رسېږي اکثرو ته يې پر کور يو پسه ورکړل شو.
د اسلامي امارت د بنديانو د تنظيم او خلاصون د چارو کمېسيون تل هڅه کوي چي د خپلي ادارې د مرستو تر څنګ د بنديانو د روغتيايي ، تعليمي او نورو برخو د ستونزو په اړه د بېلابيلو خيريه ټولنو، بشري مؤسساتو او اهل خير هيوادوالو توجه او مرستي راجلب کړي او په منظم ډول يې بنديانو ته ورسوي.
دا پداسي حال کي ده چي اسلامي امارت د بېوزله يتيمانو او معلولينو لپاره يوه ځانګړې اداره لري چي ددغي ادارې له لاري وخت په وخت د شهيدانو او معلولينو له کورنيو سره هم مرستي کوي او د ژوند د لومړنيو ضرورياتو په برخه کي يې لاسنيوی کوي.

Related posts