اګست 24, 2019

د مورچل مجلې ۱۳۱مه ګڼه له چاپه را ووته

د مورچل مجلې ۱۳۱مه ګڼه له چاپه را ووته

مورچل میاشتنۍ مجله د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کميسیون په امتیاز چاپيږي په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو د غوره ليکوالو ، سياسيونو او شنونکو مقالې او تبصرې تر هيوادوالو رسوي.

دا مجله په خپلو غوره سياسي ، علمي او ادبي مطالبو، څېړنيزو مقالو، راپورتاژونو او مرکو سره په افغانستان کې د یرغلګرو او ګوډاګي رژیم اهداف په ډاګه کوي، د هغوی له جنایتونو پرده پورته کوي او ترڅنګ  يې د روانو جهادي فعالیتونو، د ګرمو مورچلونو د پېښو او حوادثو څخه مو خبر ساتي.

مورچل د اشغال او ګوډاګي رژیم سره په مقاومت کې د فرهنګي ډګر ترټولو فعاله او موثره چاپي خپرونه ده چې هره میاشت د هیواد په لر او بر کې د مجاهدینو د عملیاتو دقیقه څېړنه کوي او  میاشتني جهادي خبرونو بهیر له غورچاڼ سره لوستونکو ته وړاندې کوي، هیله ده په مطالعه یې تنده ماته  او د فرهنګي جهاد پدې مورچل کې  دیرغلګرو اهداف وپیژنئ!

د مورچل مجلې په تازه ګڼه کې د ځینو چاپ شویو مقالو سرلیکنونه په لاندي ډول دي.

لاسته راوړنې چا لاسته راوړې ؟!
دهیواد د آزادۍ توافق او په کابل رژیم لګېدلې خپسکه !
جنګ غوښتونکي جنرالان دې له ټرمپ نه زده کړي
شورای نام نهاد صلح! از آغاز تا انجام !
دا اودېته ورته مطالب له چاپه دنوې راوتلې (مورچل) مجلې په پاڼو کې لوستلای شئ!
دمورچل مجلې د دیارلسم کال اوومه او پرلپسې (۱۳۱)مه ګڼه په خورا ښکلې اوډنه او جالب سکښت نوې له چاپه راوتلې اوپه پورته مطالبو سربېره ډېرې نورې سیاسي، علمي، اجتماعي او بېلابېلې لیکنې اشعار او دهیواد له ګوټ ګوټ نه جګړه ایز خبرونه لوستلای شئ!

 د مورچل پي ډي ایف بڼه له دغه ځای څخه ښکته کړئ

Related posts