اګست 22, 2019

څرخي پله زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

څرخي پله زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

د څرخي پله له بدنام زندان څخه مو يو ځل بيا غمجن خبر تر لاسه کړ چې يو تن ناروغ بندي (محمدطيب اخندزاده) د عبدالغفور اخندزاده زوی د هلمند ولایت د واشير ولسوالۍ اوسېدونکی په دغه زندان کې تيره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى. انالله وانا اليه راجعون
وفات شوی بندي له څه مودې راهيسي د ورپېښې ناروغۍ څخه کړېده خو زندان کې يې لازمې درملنې ته پاملرنه نه کېده.
مرحوم طيب اخندزاده د روان کال په لړ کې د نورو وفات شويو مظلومو بنديانو په څېر د قابل علاج ناروغۍ له کبله خپل ژوند پداسي حال کې له لاسه ورکوي چې د کابل رژيم او يرغلګرو په زندانونو کې زرګونه نور مظلوم بنديان هم د بېلابېلو سختو ناروغيو څخه کړېږي او ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ دی، خو کابل رژيم او بهرني ملاتړي يې دنارغو بنديانو تداوۍ او صحي وضعيت ښه کولو ته هيڅ ډول اساسي کړنلاره او پاملرنه نلري او نه هم د بندیانو خپلوانو ته د خپلو ناروغو بنديانو د علاج کولو اجازه ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا د بشر حقوقو پر نړیوالو سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو او نورو خپلواکو بشري ادارو ږغ کوي چې د دا ډول بشري جناياتو عاملينو ته د سزا ورکولو جدي غوښتنه وکړي؛ ترڅو دې ته ورته نورو پيښو مخه ونيول شي.

والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۱۳/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۲۲/۵/۱۳۹۸هـ ش ـــ2019/8/13م

Related posts