اګست 24, 2019

سرپل : دمرکز په شمول په ټولو ولسوالیوکې  د امیرالمؤمنین اختریز پیغام په پراخه کچه  توزیع او واورول شو

سرپل : دمرکز په شمول په ټولو ولسوالیوکې  د امیرالمؤمنین اختریز پیغام په پراخه کچه  توزیع او واورول شو

له سرپل ولایت نه  په ترلاسه شوي خبرکې  راغلي چې : دهیواد  دنورو ولایتونو په څیر دسرپل ولایت دمرکز  په شمول په ټولو ولسوالیوکې  داسلامي امارت  دزعیم  عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله  اخندزاده صاحب – حفظه الله تعالی –  دلوی اختر په مناسبت اختریز پیغام په  پراخه کچه  توزیع شو

همداراز  دولایت دمرکز په شمول  د ټولو ولسوالیو  په ګڼ شمېر عیدګاؤ کې  او جامع جوماتونوکې  دامیرالمؤمنین –  حفظه الله تعالی – اختریز پیغام دعامه مسلمانانو په وړاندي د علماء کرامو اوخطیبانو له لوري  واورول شو

2019/8/13

Related posts