اګست 22, 2019

پکتیا: زرمت کې ګډو وحشیانو ۱۱ تنه ملکیان چې اکثر یې محصلین دي په شهادت ورسول

پکتیا:  زرمت کې ګډو وحشیانو ۱۱ تنه ملکیان چې اکثر یې محصلین دي په شهادت ورسول

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په داوم، تیره شپه امریکايي اشغالګرو عسکرو او ورسره د کابل ادارې د امنیت ملي په نام تالۍ څټوعسکرو یوځل بیا په ملکي هیوادوالو چاپه ووهله.
داځل چاپه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کولالګو سیمه کې په هغو محصلینو ووهل شوه چې د اختر په رخصتیو کوروته راغلي وو.
د کابل ادارې استخباراتو اعلان وکړ چې ګواګې په دغه عملیاتو کې يې قومندانان او مجاهدین شهیدان کړي.
په داسې حال کې چې ټول زرمت پرې شاهد دی چې شهیدان شوي ملکي خلک وو، په هیڅ نظامي لوري پورې يې تړاوو نه درلود.
د امریکايي جنایتکارانو او د کورنیو لاسپوڅو ټول عملیات او لاسته راوړنې همدا وحشتونه دي.
دوی فکر کوي چې د ملکي خلکو وژل او په توره شپه يې په کورونو چاپې وهل ستر کمال او پرمختګ ده، ځکه خو په افتخار سره دا ډول فجائع مني او مسئولیت يې اخلي.
د شهید شوو ملکیانو نونه دادي:
۱ــ استا شفیع الله د داکټر الفت زوي، د کولالګو په لیسه کې د فزیک استاد.
۲ــ انعام الله د داکټر الفت زوی متعلیم.
۳-ـ انصارالله د داکټر قدرت الله زوی د پکتیا پوهنتون د تعلیم او تربيي محصل.
۴ــ حیات الله د محمدمختار زوی، په کابل کې د یوه خصوصي لیسې استاد.
۵ــ راحت الله د عبدالله زوی د محصل او په غزني کې ولایت کې دوکاندار.
۶ــ حکمت الله د عبدالله زوی د دولت زیو لیسې استاد.
۷ــ نصرت الله د عبدالله زوی محصل .
۸ــ محمد آصف د عزیزالله زوی د دولت خان په عاليسه کې مدیر.
۹ــ فدامحمد د محمدیوسف زوی بزګر او عام کلیوال.
۱۰ــ نصر الله ولد وردک بزګر.
۱۱ــ فتح الله د جمعه ګل زوی عام کلیوال او بزګر.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۲۱/۵/۱۳۹۸ هـ ش ــ 2019/8/12م

Related posts