اګست 22, 2019

جوزجان، تخار، میدان وردګ، پکتیا او بلخ کې د امیرالمؤمنین پیغام ابلاغ او توزیع شو

جوزجان، تخار، میدان وردګ، پکتیا او بلخ کې د امیرالمؤمنین پیغام ابلاغ او توزیع شو

د هیواد په ټولو ولایتونو کې د لوی اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین د اختریز پیغام د ویش او ابلاغ په لړ کې نن د جوزجان په ټولو هغو ولسوالیو او سیمو کې چې د مجاهدینو تر واک لاندې دي یاد پیغام توزیع او خلکو ته واورول شو.

همداراز د خطیبانو او امامانو لخوا په تخار، میدان وردګ او بلخ کې هم په ټولو ولسوالیو کې د امیرالمؤمنین د مبارکۍ پیغام  په مساجدو او ګڼ میشتو ځایونو کې خلکو ته واورول شو او د مجاهدینو لخوا په چاپي بڼه بې شمېره خلکو ته توزیع شو.

دغه رنګه د پکتیا په زرمت کې هم د شهید نصرالله منصور په جامع جومات کې د یاد پیغام د ویش چاره ترسره شوه

له یادو ولایتونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې خلکو دغه پیغام ته سخته تلوسه درلوده، اوږده کتارونه یې د ترلاسه کولو په موخه جوړو او په مساجدو کې یې هم په ډېره پراخه کچه هر کلی وشو او خلکو په غور واوریدو.

2019/8/11

Related posts