اګست 22, 2019

د کندز په ټولو ولسوالیو کې د اسلامي امارت مجلې وویشل شوې

د کندز په ټولو ولسوالیو کې د اسلامي امارت مجلې وویشل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون لخوا د حقیقت، شهامت او څرک په نامه چاپ شوې مجلې د کندز ولایت په  ټولو ولسوالیو، لکه علی آباد، چهار دره،  ګل تپه، قلعه ذال مرکز، امام صاحب، خان آباد او دشت ارچي کې په متنفذینو، علماء  کرامو د اسلامي امارت  په نظامي مسؤلینو، استادانو او شاګردانو او ګڼ شمېر شائقینو باندې ووېشتل شوې.

دغه میاشتنۍ او دوه میاشتنۍ مجلې چې له تېرو نزدې ۱۳ کلونو راپه دیخوا د فرهنګي کمیسون لخوا په ګڼ تېراژ سره چاپېږي په وړیا ډول د هیواد په بیلا بیلو برخو کې همیشه د یو ټاکلي ترتیب له مخې توزیع کېږي.

2019/8/11

Related posts