اګست 24, 2019

د اسلامي امارت پلاوي له بخارا ښار څخه ليدنه وکړه

د اسلامي امارت پلاوي له بخارا ښار څخه ليدنه وکړه

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند او ورسره پلاوي يې ازبکستان هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د بخارا له تاريخي ښار څخه لیدنه وکړه.
د اسلامي امارت پلاوي چې د بخارا د والي ښاغلي اکتم برنیوف لخوا يې تود هرکلی وشو په بخارا کې له بیلابیلو مقدسه اماکنو څخه د ځايي چارواکو په ملتیا لیدنه وکړه او هلته يې له علماوو او روحانيونو سره وليدل.
تېره ورځ هم د اسلامي امارت پلاوي ددغه هيواد له بل تاريخي ښار سمرقند څخه ليدنه وکړه چي د دغه ولايت د والي لخوا يې دروند استقبال وشو او هلته يې هم د مقدسه اماکنو څخه ليدنه او د علماوو سره ملاقاتونه تر سره کړل.

Related posts