اګست 24, 2019

د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس د هیواد په ګڼو ولایاتو کې د اختر په مناسبت ۷۶ تنه بندیان آزاد کړل شول

د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس د هیواد په ګڼو ولایاتو کې د اختر په مناسبت ۷۶ تنه بندیان آزاد کړل شول

د نیمکرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت او د دې لپاره چې تر وسه وسه مو د غمجنو هیوادوالو کورنیوته خوشحالۍ ور وړې وي، د عاليقدر امیرالمؤمنین له فرمان سره سم  نن ورځ  له ارزګان، کندز، خوست او سرپل څخه ۷۶ تنه جنګي اسیران له بند څخه خلاص شول او د کالیو او کرایي په ورکولو سره خپلو کورنیوته واستول شول.

د یادونې وړ ده چې له یو شمیر نورو ولایتونو څخه به هم ګڼ شمیر نور بندیان د اخترلپاره خلاص کړل شي او خپلو کورنیوته به واستول شي.

یاد بندیان له ارزګان ولایت څخه ۱۸ تنه، له کندز څخه ۳۵ تنه، له خوست څخه ۱۵ تنه او له سرپل څخه ۸ تنه ازاد شول او دا لړۍ لا روانه ده.

د اسلامي امارت د بندیانو د تنظیم او خلاصون چارو کمیسیون

۹/۱۲/۱۴۴۰هـ ق

۱۹/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/10م

Related posts