اګست 22, 2019

چین کې ليکیما توپان لسګونه کسان وژلي او بې درکه کړي، تر يو ميليون یې بې کوره کړي

چین کې ليکیما توپان لسګونه کسان وژلي او بې درکه کړي، تر يو ميليون یې بې کوره کړي

د ليکيما ويجاړونکي توپان چین وهلی، ۱۸ کسان یې وژلي او ۱۶ نور کسان یې بې درکه کړي دي، دې توپان تر یو ميلیون زیات کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د چین رسمي خبري اژانس شينهوا ویلي، ليکيما توپان د شنبې په سهار ددې هیواد په ختیځ کې ژجيانګ ایالت ته ورسېدو چې شدید باد ورسره و، د باد سرعت په یوه ساعت کې ۱۸۷ کيلومتره و، که څه هم قوت یې تر پخوا کم شوی و.

توپان چې شدید اورښت ورسره ملګر دی د ساحلي ونژو ښار په ۱۳۰ کيلومترۍ کې د ځمکښويېدنې لامل شو چې ۱۸ تنه پکې ووژل شول او ۱۶ تنه نور تراوسه تري تم دي.

د توپان له امله د چین په ختیځ کې الوتنې ځنډول شوې او د ژوند چارې ټکنۍ شوې دي.

په ژجیانګ ایالت کې سخت توپان او باران له ۲.۷۲ ميليونه کورونو برېښنا غوڅه کړې او ۸۰۰ زره کسان دې ايالت کې له خپلو کورونو ايستل شوي دي، همداراز له شانګهای څخه هم ۲۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

سیمه ييزې رسنۍ وایي، یاد توپان د ژجیانګ په ۶ ښارونو کې ۲۰۰ کورونه نړولي او تر ۱۶۰ زره زیاته هکتاره کرنيزه ځمکه يې ویجاړه کړې ده.

د ليکيما توپان اوس مهال د شمال پر لورې روان دی او سرعت یې په تدریجي ډول په کمېدو دی.

دې توپان تر چین وړاندې تایوان وواهو چې له امله یې پروازونه لغوه شول، ښوونځي او بازارونه پکې وتړل شول.

احمد ظريف

Related posts