نوومبر 18, 2019

په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

راپورونه خپریږي چې د هند هیواد لخوا د کشمیر اوسیدونکوته نیمه ورکړې آزادې تري اخیستل شوی او هغې سیمې ته پوځیان استول شوي، اضطراري حالت نافذ شوی او هلته میشت مسلمانان يې له ستونزو او ځورونو سره مخ کړي.
اسلامي امارت په دې اړه خپله ژوره خواشیني ښيي، له هند او پاکستان دواړو څخه غواړي چې داسې ګامونه پورته نه کړي چې په سیمه کې د تشنج او مشکلاتو لپاره لار پرانیزي او د کشمیري ولس حقوق تلف کړي.
موږ له جنګ جګړو څخه د ترخو تجربو په درلودلو سره په سیمه کې د آرام او د مسائلو په معقولو لارو د حل غوښتنه کوو.
په ذیدخله هیوادونو، اسلامي کنفرانس، اسلامي هیوادونو، د ملګرو ملتو په سازمان او نورو با صلاحیته جهتونو غږ کوو چې په کشمیر کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره خپل رغنده رول ولوبوي، له خپل نفوذ څخه په استفاده دواړه خواوې دې ته وهڅوي چې د فتنو د خپریدو مخه ونیسي او پيښ مشکلات په سړه سینه او حوصله سره حل کاندي.
ورسره د ځينو جهتونو لخوا د کشمیر مسئلې ته د افغانستان په مسائلو پورې ربط ورکول، د وضعیت له ښه والي سره هیڅ مرسته نشي کولای، ځکه چي د افغانستان موضوع هیڅ ربط نه ورسره لري او نه باید افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ ډګر وګرځي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۷/۱۲/۱۴۴۰ هـ ق
۱۷/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/8م

Related posts