اګست 22, 2019

ټاکني او د ولس مسئولیت…!!

ټاکني او د ولس مسئولیت…!!

د ورځې خبره:
د اسلامي امارت له لوري د يوې اعلاميې په ترڅ کې له ولس نه غوښتنه وشوه چې د ټولټاکنو په نوم په هغو کمپایني غونډو کې شرکت ونکړي، چې د کابل رژیم د څوکۍ لرونکو او بې څوکۍ وګړو له لوري په کار اچول شوې.

حقیقت دا دی چې دا یوازي د امارت مسئولیت نه دی چې خلک له دې کاره را وګرځوي، بلکي د ولس خپله هم دا مسئولیت جوړیږي چې ځان او خپل بچیان له داسي کاره را وګرځوي چې په هغه کې د دنیا او آخرت له نقصانه پرته نور هیڅ ګټه نه وي.

موږ او تاسو ټول په دې پوهیږو چې هیواد مو د پردیو یرغلګرو له لوري په کامل ډول اشغال او ولس مو یرغمل دی، او را باندي تپل شوي رژیمونه هم هرځل د همدې یرغلګرو د خپلي خوښي انتخاب وي، نه د ولس انتخاب.
تېر ځل چې د ولس په رایه لوبي وشوې او د ټول ولس د رایې په پرتله د جانکیري یوه رایه درنه وګڼل شوه؛ دا څرګند مثال ښه کفایت کوي.

له همدې ځایه ده چې د اسلامي امارت اعلامیه وایی، چې (آزموده را ازمودن خطا است) نه باید چې هیوادوال مو یوځل بیا د مکارو سیاسیونو د فریب ښکار شي، ځکه چې هسي یې هم رایې په کې هیڅ اعتبار او ارزښت نه لري.
فقط دومره به وي چې د ولسي خلکو له نوم نه په استفادې به بیا د څو کالو لپاره همدا ګوډاګیان مسلط وي او په دې نامه چې ګویا د خلکو لخوا منتخب دولت دی؛ د خارجي یرغلګرو لپاره به د هغوی په ډالرو د ولس وژني چاره داسی مخ ته وړي لکه همدا تر اوسه یې چې جاري ساتلې.

هر ولسي وګړي ته د خپل برلاسي دښمن (طالب) په سترګه ګوري، د یرغلګرو کفاو له لوري د ورکول شوي، توپ، ټانګ، الوتکي او ټوپک…شپیلۍ یې د بې دفاع مظلوم ولس پر خوا ور اړولې.
نو که اوس هم یو شمېر ولسي کسان را ولاړیږي د ټولټاکنو د جعلي پروسې په غونډو کې ورسره اشتراک کوي؛ دا به د هغوی یو ستره جفا وي چې د ولس د قاتل لپاره کمپاین کوي، او د بیا لپاره هغه پرځان مسلطول غواړي.

دا هم حقیقت دی چې په سلو کې 90٪ سلنه با احساسه مسلمان هیوادوال هیڅکله په دې ډول جعلي پروسو کې ګډون نه کوي، خو پکار دا ده چې دا لس فیصده وګړي هم باید له دې کاره ډډه وکړي. کنه نو خدای مکړه چې د مجاهدینو له لاسه به هغوی ته هم زیان ورسیږي چې د رژیم په تجمعاتو کې له اشتراک څخه ځان نه ساتي.

ځکه چې د اسلامي امارت په اعلامیه کې په وضاحت سره ویل شوي چې مجاهدین دې په ټول توان سره د دښمن د دغې نمایشي او جعلي پروسې په مقابل کې ودریږي او هرځای یې داسي تر برید لاندي ونیسي چې هغوی په خپل دغه شوم پلان کې بریا ته ونه رسیږي.

پای ………..

Related posts