اکتوبر 15, 2019

 د تش په نامه انتخاباتي پروسې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

 د تش په نامه انتخاباتي پروسې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د انتخاباتو تیرایستونکي پروسه ګرمه شوې او کاندیدانو یې په ټاکنیزو کمپاینونو پیل کړی، د دې موضوع په اړه اسلامي امارت خپل موقف په لاندې ډول اعلانوي:
– دا چې افغانستان د پردیو پوځیانو لخوا اشغال دی، بهرني ځواکونه د هیواد په ټولو چارو واکمن دي، حتی د ټاکنیزې پروسې اکمال، رهبري، نظارت او نهایي پریکړي د بهرنیانو په اختیار کې دي او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو لخوا يې وخت په وخت څار او لارښوونه کیږي، دې ته په پام سره د ټاکنو پروسه یوازې د خلکو سترګو ته خاورې شیندل او د عامه ذهنیت تیرایستل دي، ځکه هر څوک په دې پوهیږي چې د اشغال تر سیوري لاندې ټاکنو کې د ولسي ارادې پر ځای د اکمالوونکو بهرنیانو اراده او انتخاب ټاکونکی رول لري.
– د هیوادوالو به په یاد وي چې په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرۍ په نوم دوه ځله ټاکنې ترسره شوې، په سلګونو میلیونه ډالر مصرف شول، څو میاشتې د ټاکنو پروسه روانه وه خو کله چې د نهایي پریکړې وخت شو، د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راغی، د رایو پاڼې یې باطلې اعلان او بیا یې په خپله خوښه د حکومت چلولو لپاره دوه کسان انتصاب کړل.
دا چې هوښیاران وایي (آزموده را ازمودن خطا است) هیوادوال باید بیا بیا د مکارو سیاسیونو د فریب ښکار نشي او نه دې هم په هغه پروسه کې ګډون کوي چې د دوی رایې په کې هیڅ اعتبار او ارزښت نه لري.
– حقیقت دادی چې د کابل اداره د افغانستان د خاورې پر ډیره کمه برخه واک لري او ټاکنې به یوازې په ځینو ښارونو کې ترسره کیږي، چي اکثره ښاریان هم ګډون نه پکي کوي، له بله اړخه د اشغال د پای ته رسیدلو مذاکرات او د بین الافغاني تفاهم لپاره ترتیبات روان دي، دې خاص وضعیت او شرائطو ته په پام سره هم دا تش په نامه انتخابات یوازې د محدود شمیر سیاسي دوکه بازانو د هوس پوره کیدل دي چې یوازینۍ نتیجه یې د وخت، پیسو او امکاناتو بې ځایه ضیاع ده او بس.
– دا چې را روان تش په نامه انتخابات هم د تیرو په شان یوه تیرایستونکي پروسه ده، اسلامي امارت به یې په کلکه د مخنیوي هڅه وکړي، موږ پرټولو هیوادوالو غږ کوو چې په دې پروسه کې له اشتراک څخه ډډه وکړي، د کاندیدانو په غونډو او تبلیغاتي کمپاینونو کې دې ګډون نه کوي، ځکه د دوی له ګډون څخه یوازې اشغالګر او ګوډاګیان د خپل اعتبار د زیاتولو لپاره استفاده کوي، موږ باور لرو چې اولس به د پخوا په شان په خپل سرتاسري پریکون سره د اشغالګرو دا پروسه هم شنډه او خنثی کړي.
– داچې اوس اوس د همدې نمايشي انتخاباتو لپاره کمپاینونه شروع شوي، غونډې جوړیږي د اسلامي امارت مجاهدین يې مانع ګرځي، د دې لپاره چې خدای مه کړه عامو هیوادوالو ته زیان ونه رسیږي، باید هغو غونډو او تجمعاتو ته ورنشي چې د برید او زیان خطر وي.
– اسلامي امارت پر ټولو هغو بهرنیو اړخونو هم غږ کوي چې وخت په وخت له دغې جعلي پروسې څخه خپل حمایت اعلانوي او یا په دې برخه کې بې ځایه مصارف په غاړه اخلي، د دې پرځای باید په افغانستان کې د اشغال د پای ته رسیدو او واقعي سولې په لاره کې انرژي او منابع په کار واچول شي، ترڅو په ريښتوني بڼه افغانستان ته خدمت وشي او په دغه حساسه مرحله کې د څو اشخاصو لخوا د سولې روان جریان سبوتاژ نشي.
– اسلامي امارت په ټول هیواد کې مجاهدینو ته لارښوونه کوي چې په ټول توان سره د دښمن د دغې نمایشي او جعلي پروسې په مقابل کې ودریږي او دښمن پرینږدې چې په خپل دغه شوم پلان کې بریالی شي.

د افغانستان اسلامي امارت
۵/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۵/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/6م

Related posts