نوومبر 22, 2019

غزل / ستومان نيازی

غزل / ستومان نيازی

رسیږي تر منزل به دا کاروان ان شاءالله

راځي به دلته بیا سپین طالبان ان شاءالله

***

چې غږ دې د تکبیر او د آذان دلته خاموش کړي

وړي خاورو ته به هر څوک دا آرمان ان شاءالله

***

قایم به امارت شي او نافذ به شریعت شي

پالي به کونډې بورې یتیمان ان شاءالله

***

سیلۍ به ټیټي سترګې له دې چمه کډې بار کړي

سپرلی به راوړي دښتو ته ګلان ان شاءالله

***

خپلواک به مو شي بیا محکوم اولس او ګران وطن

راښکې به د رحمت شي پرې باران ان شاءالله

***

ولاړ به یو محکم په هر حالت ستومان نیازیه

پخپله عقیده پخپل ایمان ان شاءالله

Related posts